فبروري 24, 2021

په امریکا کې د جنین پر سقط بندیز ولګېد

د امریکې دولت د جنین هر ډول له منځه وړل منع کړي دي.

د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د سویلي کارولینای والي هنري مک ماسټر، فرمان ورکړی دی چې په دغه ایالت کې به د جنین هر ډول له منځه وړل بندوي.

په دغه فرمان کې راغلي دي، کله چې د جنین د زړه ټکان ښکاره شي، یعني د اومېندوارۍ پر شپږمه مياشت د جنین له منځه وړل منع دي.

د امریکې د ښځو د روغتیا سازمان د جنین د له منځه وړلو په دغه قانون باندې انتقاد کړی دی او ويلي یې دي چې دغه سند د امریکې له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

خو د سیمه‌ییزې محکمې قاضي مایکل هوپرټ، په دې اړه ويلي دي چې جنین د اومېندوارۍ پر شپږمه مياشت کې نه ژوندی کېږي او د ساکښ موجود په توګه نه پېژندل کېږي.

په عمومي ډول، د امریکې په بېلابېلو سيمو کې، د جنین له منځه وړل، د جنین له ژوندي پاتې کېدلو وروسته یعني په ۲۴ اونۍ کې د جنین له منځه وړل، منع دي.

په متحده ایالتونو کې د جنین د له منځه وړلو ستونزه د جنجالي موضوع ده. په ۱۹۷۳ کال کې د جنین په له منځه وړلو کې د ښځې حقوق د اساسي قانون په کچه ثبت شول. خو د امریکې متحده ایالتونه کولای شي د خپل لیدلوري پر بنسټ، له اومېندوارۍ څخه د مخنیوي لپاره محدوديتونه ولګوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*