بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

په اماراتو کې ښځو ته د نارینه‌وو غوندې معاش ورکول کېږي

لیکنه: مهر تاج

د متحده عربي اماراتو په خصوصي شرکتونو کې د کار کوونکو مېرمنو معاشونه د هغو نارینه‌وو سره برابر کړي، چې له دوی سره کار کوي. دا حکم  د ۲۰۲۰ د سپتمبر په ۲۵ نېټه نافذ شو.

د متحده اماراتو د فدرالي قانون ۳۲ برخه؛ د کار کوونکو مېرمنو او کار کوونکو نارینه‌وو د معاشونو ترمنځ توپیر لري، خو اوس د ولسمشر فرمان لخوا تعدیل شوی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د متحده اماراتو د ولسمشر «شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان» لخوا په صادر شوې فرمان کې ویل شوي، که چیرې یوه ښځینه کارمنده د نارینه کارمند په توګه کار وکړي، نو د هغې سخت کار و محنت به د نارینه کارمند په څېر حسابېږي.

پدې اړه، د متحده عربي اماراتو د بازارموندني ماهرینو ویلي، چې دا بدلون به د متحده عربي اماراتو په ټولو سیمو کې په خصوصي شرکتونو کې د مېرمنو هڅې او کوښښونه زیات کړي، له دې وروسته به دوی په ډېر عزم او لیوالتیا سره خصوصي شرکتونو ته مخه کړي.

د فواید عامې وزارت ویلي، چې د نارینه کارمندانو معاشونو سره مساوي د میرمنو معاشونو حق ورکول به په نړۍ کې د متحده عربي اماراتو حیثیت پیاوړی کړي، که څه هم په عربي هېوادونو کې  هم خپل پوزیشن پیاوړی کوي.

متحده عربي امارات د دواړو جنډرونو ترمنځ د مساواتو اصل په پلي کولو کې عربي او سیمه‌ییز هېوادونه لوی لاس لري یا مخکې دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ