افغانستان سیاست کلتور او هنر

پاچا امان الله د انګرېزي استخباراتو په توطیو کې

لیکنه: ياران

لیکنه: محمد انور آڅړ

دا ښکاره خبره ده چې د شاه امان الله خان پاچاهي د انګرېزي استخبارتو د توطیو له امله له منځه ولاړه، خو د پاچا په پرځولو کې انګرېزان خپل لاس لرل نه مني او اوس چې نږدې نوي کلونه تېر شوي دي بیا هم نه غواړي د امان الله خان د راپرځولو په اړه څوک پوه شي او چا ته اجازه نه ورکوي چې د امان الله خان اړوند اسناد د دوی په آرشیفونو کې وګوري چې د بېلګې په توګه د امریکایۍ لیکوالې او ژورنالستې هغه خبرې چې په خپل کتاب ( اور په افغانستان کې) یې لیکلي دي وړاندې کوو:«د امان الله د قضيو په باب ټولو افغانانو يوه مفکوره درلودله، هغه دا چې برتانويانو په مشورې سره توطئه جوړه کړي وه، چې د هغه له شر څخه ځان خلاص کړي.» نوموړي لیکواله وړاندې ځي او وایي: «کله چې زه لندن ته، د هندي دفتر کتابخانې ته ولاړم، چې د هغو وختونو اسناد مطالعه کړم، ما غوښتل چې هغه ليک ووينم(چې انګريزانو په کې ليکلي وو: (راځئ چې د امان الله له شر څخه ځان خلاص کړو) خو د ارشيف کارکوونکو اجازه رانه کړه، چې هغه اسناد وګورم … انګريزانو د امان الله د سقوط کنټرول په خپل لاس کې درلود.»

له بل پلوه انګرېزانو په خپلو شېطاني کړنو باندې پاچا امان الله وغولاوه، د امان الله خان نيت د خپلو خلکو او هيواد پر وړاندې پاک ؤ او هیله یې دا وه چې هیواد ودان او پرمختګ وکړي او د غربي هیوادونو په لیکه کې ودریږي، نه یوازې دا چې د پاچا نیت د خپلو هیوادوالو پر وړاندې سپیڅلی ؤ بلکه د خپلو انګرېزي دښمنانو پر وړاندې یې هم ښه نیت درلود، له بده مرغه چې پاچا په دې نه ؤ خبر چې دې ده ريفورمونه (اصلاحات) د افغانستان په شان په يوه اسلامي او سخت دريزه ټولنه کې څه ډول پايلې لري او له څه ډول هډماتي دښمن سره ښکېل او څه رنګ د خپلو دښمنانو پلانونه د خپلې پاچاهۍ د تباه کولو په خاطر پلي کوي. انګريزانو پاچا تر هغې پورې پر ځان باوري کړى ؤ چې، که امير ته به يو چا وويل چې د حکومت د ياغي ډلو او ټپلو په روزلو، پاللو او نورو دسيسو کې د انګريزانو پوره لاس دى نو امير به د هغوى په خبرو باور نه کولو، پاچا په داسې حال کې چې د قبايلو له يوې ډلې سره يې د خپلو مسايلو په اړه خبرې کولې وويل:«د برتانيې د حکومت غړي زما ملګري دي او هېڅوک بايد داسې خوشو خبرو ته غوږ ونه نیسي چې برتانيه د ياغيانو ملا تړ کوي.»

انګرېزانو د پاچا امان الله د پاچاهۍ د له منځه وړلو په موخه دننه په افغانستان او له ډیورنډ کرښې آخوا له ملایانو، غلو، لار وهونکو او نور ډول، ډول بدماشانو او غدارانو څخه کار واخیست. د انګريزي اجنټانو له جملې څخه چې له ټولو څخه خطرناک واقع شو، حبيب الله کلکاني (بچه سقاؤ) ؤ.

د سقاؤ زوی په لومړیو کې د کلکانو ملک محسن مزدور ؤ، ملک محسن بې سواده او جاهل سړی ؤ او د امان الله خان د کړنو مخالف ؤ، د سقاؤ زوی هم د خپل بادار په شان جاهل او نادان ؤ نوموړي په کال(۱۹۲۰، ز) کې د پوځ د نمونې په قطعه (قطعه نمونه) کې عسکري کړي وه … سره له دې چې په یوه ښه قطعه کې عسکر ؤ، خو له بده مرغه چې د عسکرۍ په دوره کې یې هم د عادت له مخې غلاوې کولې چې یو ځل هم د کوهدامن د محلي حکومت له خوا په کال(۱۹۲۴،ز) کې بندي شوی هم ؤ… چې ورو، ورو دغه غل (د افغانستان د دښمنانو لخوا) په یوه سیاسي توطیه ګر باندې بدل شو.

د سقاؤ زوی چې یو سوچ بې سواده ؤ، نو ځکه به یې په هر ځای کې په آزاده او بې پردې توګه خبرې کولې، د خبرو نزاکت (او د ژبې عِفت) یې نه درلود، خو مقابل لوري ته یې کتل، په خبرو کې یې مبالغه نه کوله او درواغ یې هم نه ویل، رډ او (بېباکه) سړی ؤ، چې لاندې پېښه یې ښه بېلګه ده:

قاري دوست محمد د خپلو ملګرو رپوټ د سقاؤ زوی ته ورکړ ، چې غوښتل یې د جمعې په ورځ سقاؤ ووژني، سقاؤ هغه کسان د قاري دوست محمد د راپور پر بنسټ ونیول او د اعدام امر یې پرې وکړ، خو قاري دوست محمد یې پورې واهه او ویې ویل:«ای دؤس(دیوث) با رفقای خود خیانت کردی، اعدامش کنید!»

هغه مهال چې د سقاؤ زوی د ډیورنډ له کرښې څخه اوښتی ؤ د انګریزانو له استخباراتو سره یې اړیکې درلودلې او هلته یې له خواجه بابوخان چې د انګریزانو له استخباراتو (سي، ای، ډي) سره یې کار کولو لیدنه وکړه … . د سقاؤ زوی د کورمې په پاړه چنار کې [د هغه وخت د انګرېزي حکومت له خوا] د غلا پر جرم، په یوولسو میاشتو بند محکوم شو، خو ډېر زر په مرموزه توګه، له بند څخه خوشی شو،[په ټوله نړۍ کې له بندیخانې څخه د یو سیاسي محکوم بندي خوشي کول، یوازې د استخباراتو واک دی، تر څو د خپلو موخو لپاره یې وکاروي، په دې بنسټ ویلې شو چې له بند څخه د سقاؤ زوی خوشي کول، د انګریزانو د استخباراتو لخوا ترسره شوي دي.] او افغانستان ته راستون شو دا هغه وخت ؤ چې د کابل په ختيځ کې د ناآرامیو لومړنۍ مرحلې مخ په پېل کیدو وې.

سقاؤ د انګريزانو د استخباراتو له خوا په نامخامخ توګه، د څو تنو ملايانو له لوري وهڅول شو، تر څو اميرامان الله خان ترور کړي او يا د حکومت پر وړاندې جګړه وکړي، په دې اړه سقاؤ، وروسته له هغې چې واک ته ورسيد، د خپلو تېروحالاتو په تړاؤ يې حاضرينو ته داسې وويل:«… د بېرته راتلو په وخت کې د پديکوټ کلي ته ورسيدم، د جمعې ورځ وه مسجد ته ولاړم چې يوه ملا د منبر څخه د کفر پر وړاندې د جهاد وعظ کاوه، نو کله چې د ده خبرې پای ته ورسیدلې، نو زه ورغلم او له ده څخه مې د خير د دعا غوښتنه وکړه، ملا دعا راته وکړه او ويې ويل:«د جومات څخه په وتلو سره د لارې په سر کې به يوه ونه ووينې، د هغې ونې لاندې ځمکه وکینده او هر څه دې چې وموندل له ځان سره يې واخله.»

د سقاؤ زوی زیاتوي چې ما په بيړې سره هغه کار وکړ، چې څلور ټوپک، کارتوس او زر نقدې روپى مې ترلاسه کړې او له ځان سره مې واخيستې، کله چې له لغمان څخه د کوه دامن پر لوري روان وم، یو ځل بيا په لاره کې د يو ملا سره مخامخ شوم او د امان الله پر وړاندې یې د جهاد امر راته وکړ، د پغمان د جشن په ورځو کې چې امان الله د پغمان د ننه په تياتر کې ؤ. ورپسې د يو بل ملا سره مخ شوم، چې ماته يې د اسلام د دين پر بنسټ، حکم وکړ چې، امان الله ووژنم، خو د دې لپاره چې د مسلمانانو جشن خراب نه شي دا کار مې ونه کړ، کله چې کوه دامن ته وګرځيدم يو بل ملا وليدلم چې د پغمان ملا غوښتنه يې تکرار کړه، زه تګاب ته ولاړم (چې غلام محمد خان د تګاب فرقه مشر ؤ)، وروسته د تګاب اخون زاده صاحب ملا حميد الله خان وروغوښتم او د امان الله خان د وژلو له پاره يې لاره راوښودله او ځينې د پروان خانان يې زما د مرستې لپاره راوغوښتل او ما هم د هغه (امان الله خان) د راغورځولو هوډ وکړ او په کابل باندې مې حمله پيل کړه.

دا شان د سقاؤ د مورال د لوړولو په خاطر د خيبر په دره، د سليمان په سراى کې يوه ملا يو تعويذ ورکړی ؤ او په هغه کې ليکل شوي وو: «خير دى چې له قانوني[د ښو خلکو] کسانو سره دې بې رحمانه رويه کړي ده، د خداى نظر به پر تا باندې وي» هغه تعويذ د نظر بندى[تېغ بندۍ] ؤ.

وروسته له هغې چې سقاؤ له پېښور او کرًمې څخه شمالي ته ورسید، په کاپیسا او پروان کې یې د غلو ډله جوړه کړه او په غلاوو او لاروهلو یې پیل وکړ، دوی به د شپې له خوا غلاوې کولې او د ورځې به په غرونو کې پټیدل… د سقاؤ د زوى داړامارانو هغه کاروانونه لوټول، چې تجارتي مالونه به يې وړل راوړل او د ګمرک مقاماتو ته به يې د لوټ شويو مالونو رسيدونه ورکول… ترهغې چې د سقاؤ زوى دوه تنه هندي تجاران وتښتول او د هغوى کورنۍ يې اړې کړلې چې د هغوى د خوشي کيدو په خاطر شپږ زره روپى ورکړي.

د سقاؤ د زوی کار تر هغه ځایه ورسید چې یوه اندازه د دولت پیسې چې د بلخ ولایت څخه کابل ته راوړل کیدلې، لاره یې ورته ونیوله او د دولت خزانه یې لوټ کړه، خو د ځایي حکومت له خوا تعقیب نه شو… .
د سقاؤ زوی د کابل په شمال کې امنیتي وضع خرابه کړي وه، نو د کوهدامن خلکو نوموړی یوازې یو یاغي نه بلکه د یوه اتل او خپل رهبر په توګه پېژندلو … ځکه چې د دوی ډېری کسان د ده په شان غله او لاره وهونکي وو.)

له بده مرغه چې حکومت د سقاؤ سره د پکتیا د ګوډ ملا(عبدالله ګردیزی) او ملاعبدالرشید په شان جګړه ونه کړه، چې په نطفه کې یې د هغه فعالیتونه شنډ کړي وو، بلکه پرعکس د سقاؤ سره یې د روغې جوړې لاره غوره کړه، سره له دې چې د سقاؤ زوی، نه د ګوډ ملا په شان دینې عالم ؤ، نه په خپله ژمنه ولاړ او نه خو د قرآن په ژمنه تړلی ؤ. د سقاؤ د زوی فعالیتونه ورو په ورو مخ پر زیاتیدو شول نو کله چې نوموړي د دولت کمزوري ولیدله، څو تنه د دولت عسکر، چې کابل ته روان وو، په یوه ناڅاپي برید کې ووژل، احمدعلي خان چې د تنظیمیه رئیس ؤ او د سقاؤ سره د روغې جوړې په خبرو بوخت ؤ، له مرکز کابل سره یې پېښه شریکه کړه او په اړه یې واک ترلاسه کړ تر څو له سقاؤ سره روغه وکړي… رئیس احمدعلي خان یوازې له دوه تنو ساتونکو سره د سقاؤ زوی ته ورغلو او په نتیجه کې یې له حبیب الله سقاؤ او سیدحسین سره د قرآن په لمن لیک کې یو تړون لاسلیک کړ، په تړون کې د سقاؤ زوی ومنله چې له مخالفت او شرارت څخه به لاس اخلي، له بلې خوا دولت هم ومنله چې د سقاؤ او ملګرو جرمونه به یې بښل کیږي، احمدعلي خان د یو بې ساري تړون سره یو ځای، د سقاؤ زوی او سید حسین له ځانه سره سرای خواجه ته راوستل او د دفاع وزیر ته یې خبر ورکړ چې (۸۲) توپک، مرمۍ، تنخوا او د غونډ مشرۍ(ډګروالۍ) رتبې دې دواړو سقاؤ او سیدحسین ته ورکړل شي. امان الله خان د دفاع وزارت، مالیې وزارت او د تنظیمیه رئیس احمدعلي خان په عنوانونو فرمانونه صادر کړل او د احمدعلي خان او غلو تر منځ تړون یې تصدیق او پلی کړ،(۸۲ میله ۳۰۳، بورد توپک) (۱۶۴۰)ګدی مرمۍ او د کال درې، درې زره افغانۍ دواړو غلو ته او (۳۶۰) افغانۍ یې د دوی هر یوه غله ته وټاکلې … .

دا چې په شمال کې وضع خرابه وه، نو په کال ۱۹۱۸،ز، [سم یې ۱۹۲۸ز کال دی] کې حکومت د سقاؤ سره تړون لاسلیک … او له امله یې په شمالي سیمو کې د ده عزت او اعتبار لا پسې زیات شو، نو کله چې سقاؤ خپل حالت ته متوجه شو. لږه موده وروسته یو شمېر خانان او غله د ملاویس الدین په کلا(کلکان) کې د شپې لخوا سره راټول شول او د سقاؤ زوی یې د افغانستان د پاچا په توګه ونوماوه او دستار یې پر ملا وروتاړه…[خلک دستار په سر تړي دوی یې په ملا تړي!] او په سبا ورځ د سقاؤ زوی د ځايي حکومت په مرکز، سرای خواجه باندې برید وکړ، حکومت یې لوټ او ساتونکي یې بې وسلې کړل او وروسته د برید په موخه د کابل پر لور روان شو او سید حسین یې د چاریکارو او جبل سراج پر لور ولیږلو… .

کله چې په شمال کې وضعیت په پوره توګه خراب شو نو پاچا امان الله خان د سقاؤ زوی ته یو مکتوب ولیکلو او قرآن یې مهر او د بلدیې رئيس احمدعلي خان په لاس یې ورولیږه، په مکتوب کې لیکل شوي وو:«موږ له تا سره کار نه لرو، که زموږ سره یو ځای شې نو هر ډول مرستې به درسره وکړو، د عسکرو مشر به وټاکل شې، څه چې وغواړې موږ به یې درکړو … .» د سقاؤ زوی یې په ځواب کې وویل: «اوس مهال دولت په سختۍ او د فشار لاندې دی زه هېڅ شی نه غواړم او حاضر یم چې د امیر صاحب د مخالفینو پر وړاندې جګړه وکړم، په دې شرط چې(۵۰۰) میله توپک او له هر یو توپک سره(۵۰۰) مرمۍ او(۲۰۰۰) آسونه راکړئ، ما او سید حسین ته د میاشتې(۳۰۰۰) افغانۍ او زموږ نوکرانو ته (۱۵۰) افغانۍ راکړل شي.»

د سقاؤ د زوی ټولې غوښتنې ومنل شوې وسلې او پېسې ورکړل شوې، کله چې د بلدیې رئیس ټول توکي د سقاؤ زوی ته ورتسلیم کړل، د بلدیې رئیس یې په کوټه کې بندي کړ او سقاؤ په خپله امان الله خان ته ټلیفون وکړ، ویې ویل: «اعلیحضرته! زه د بلدیې رئیس یم، د سقاؤ زوی مې په زور ونیولو او بندي کړی مې دی، اوس د هغه سره څه وکړم؟»

اعلیحضرت په دې ګمان چې دا به په ریښتیا د بلدیې د رئیس غږ وي ویې ویل: «هغه فوراً ووژنه.» وروسته له هغې چې سقاؤ د امان الله خان دا خبرې واوریدلې د امان الله پر خلاف یې جګړې پېل کړې … .

دا مهال د ډیورنډ کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي ځواکونو (۱۱۰،۰۰۰) پوځ ځای پر ځای شو او په (۱۹۲۸،ز) کال کې د کرښې سره نږدې د انګریزانو او هندي قطعاتو مانورونه پیل شول، د دغو نظامي قواوو مانورونه د افغانستان د ختیځو ولایاتو د بغاوتونو سره هم زمانه وو، تر څو له یاغیانو څخه رواني ملاتړ وکړي او د یاغیانو د مورال د لوړولو لپاره یې وکاروي او د امان الله خان پر وړاندې چې له حده زیات خپلواک او ځان غوښتونکی پاچا ؤ د فشار په توګه ترې کار واخلي.

په داسې حال کې چې په کابل کې د سقاؤ سره جګړه روانه وه د انګریزانو الوتکې، بې له اجازې د افغانستان فضأ ته ننوتې او د کابل په ښار باندې یې پاڼې وغورځولې، په پاڼو کې اخطار ورکړ شوی ؤ، چې په کابل کې زموږ پر سفارت او قونسلګریو باندې بریدونه ونه شي… د جګړو په جریان کې د انګریزانو دوولس الوتکې کابل ته راغلې او له کابل څخه یې د خارجیانو ښځې وایستلې. (د انګریزانو دا ډول کړنې د سقاویانو د مورال د لوړیدو سبب شوې.)

او ورسره، مشهور انګریز جاسوس ډګروال لارنس په پېښور کې د الوتکو د میخانیک په توګه د (تامس شاو) په مستعار نوم باندې خپل کار پیل کړ، په دې اړه روسی لیکوال ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون… وایي چې د ډګروال لارنس شتون په سیمه کې د یاغیانو له کړنو سره تړاؤ لري… .

د هند او اروپا مطبوعاتو د لارنس د سیاسي ژوند تفصیلات خپاره کړل او د لارنس ډول ډول افکار او نظریات یې د ده د کړنو په اړه، چې د [ډیورنډ] کرښې سره نږدې یې ترسره کول، نشر کړل… ، (امان افغان) اخبار، د لارنس په اړه د هیواد خلکو ته ولیکل: ډګروال لارنس چې د افغانستان خاورې ته ننوځي ودې نیول شي. ډاکټرویکټور زیاتوي: دا ډول کړنې د افغانستان په پېښو کې د انګریزانو لاس لرل لا پسې تقویه کوي.

له بلي خوا انګرېزي شېطانانو د پاچا شخصیت په یوه بله طریقه باندې ترور او بدنام کړ داسې چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې د ملکې ثریا نیمه لوڅ انځورونه چې د انګرېزانو له خوا په بې حجابه توګه جوړ(مونتاژ) شوي وو خپاره او د ملایانو لاسو ته ورسول چې په پښتنو باندې یې خورا ناوړه اغېز وکړ، ډېری پښتانه یې د پاچا په وړاندې راوپارول.

لنډه دا چې سقاؤ له درو سووکسانو سره چې نه توپ او نه الوتکې ورسره وې پر کابل باندې یې برید وکړ او په ځواب کې یې د دفاع وزارت یوازې(۸۰) تنه، هغه هم د دولت د مخزنونو ساتونکي د کابل د دفاع لپاره راټول کړل.

د سقاؤ له زوی سره ډېری کسان تاجکان وو او خپلو ټولو خلکو ته یې د کابل د چور او چپاول غږ کړی ؤ، هر ډول توپک، لورونه او بېلونه او نور توکي یې د کابل د خزانو او مغازو د لوټولو لپاره له ځانو سره راوړي وو… .

د سقاؤ زوی په داسې حال کې کابل اشغال کړ چې یوازې یو تن هوایي پیلوټ ووژل شو، هغه داسې چې د سقاؤ کسانو له پیلوټ څخه د هغه تفنګچه غوښتله پیلوټ خپله وسله ورنه کړه او د سقاؤ د غلو څخه یې دوه تنه وویشتل او په خپله هم د کابل په چوک کې ووژل شو.

سقاؤ چې کابل ته ننوت، په کابل کې د انګریزانو سفارت ته ورغلو او ډاډ یې ورکړ، چې د انګریزانو د سفارت ساتنه به کوي، دا لیدنه د لمر په شان ښکاره ده او کله چې سقاؤ په جګړه کې ټپي شو د انګریزانو په سفارت کې یې درملنه هم وشوه.

د سقاؤ له زوی څخه د انګریزانو ملاتړ چې دا مهال په پټه توګه ترسره کیده، اوس چې کابل د سقاؤ له خوا ونیول شو، په کابل کې د انګریزانو سفیر سرفرانس همفريز د سقاؤ څخه غوڅ او ښکاره ملاتړ وکړ، سفیر خپل حکومت ته داسې وليکل:«امان الله خپل چانسونه له لاسه ورکړي دي … همفريز ټينګار کولو چې د پُستې کڅوړې دې له امان الله څخه وګرځول شي او د سقاؤ زوى ته دې ورکړل شي، نوموړي ټينګار کولو چې د سقاؤ د زوى استازي دې په ار- اې- اف الوتکه کې په هند کې نادرخان ته ورسول شي او دا غوښتنه يې هم کړي وه چې د امان الله استازي چې نادر ته ورغلي وو له هند څخه وباسي … .

کله چې امان الله خان په کندهار کې ؤ د کوزو پښتنو مشران چې په سرکې یې فخر افغان، خان عبدالغفار خان (پاچا خان) ولاړ ؤ غوښتل یې کندهار ته ولاړ شي او له امان الله خان څخه مالي او مانوي ملاتړ وکړي خو انګرېزي حکومت دوي ته اجازه ورنه کړه چې له ډیورنډ کرښې واوړي او انګرېزانو په یوه او بله پلمه تېر ایستل او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې (له پېښوره تر ګوټې) پورې لالهاند او سرګردانه ګرځیدل … .

نه یوازې دا چې انګرېزانو د امان الله خان د پاچاهۍ پر خلاف وو بلکه د ده د وژلو(ترور) په لټه کې هم وو چې څو ځله یې د پاچا د ترور هڅې وکړي چې له هغو څخه، د حمل په ۲۸/۱۳۰۸، کال په غزني کې یو تن ملا د دُرانیو او غلجیو تر منځ د ځینو موضوعاتو د یادولو په پلمه د پاچا خیمې ته ورغلو او په پاچا باندې یې د تبر (تبرګي) برید وکړ، خو ملا ونیول شو او کله چې وپلټل شو د هغې د کتابچې له پوښ څخه چې له ده سره ورسره وه د انګریزانو لخوا یوه تصدیق پاڼه وموندل شوه او وروسته په هغه خپل تبرګي باندې ووژل شو.

په پای کې پاچا امان الله خان کابل پرېښود کندهار ته ولاړ، د کابل د نیولو په موخه یې یوه ناکامه هڅه وکړه، داسې چې په غزني کې د سلیمان خیلو پښتنو سره چې د شوربازار د حضرتانو یو تن نورالمشایخ مجددی له خوا لمسول شوي وو او مجددي چې د انګرېزانو له خوا رالېږل شوی ؤ مخ شو. په دې اړه فخر افغان پاچاخان چې هغه مهال په ډیلي کې ؤ داسې لیکي:«په دغو ورځو کې موږ ته په ډیلي کې مالومه شوله چې پیرنګیانو د شور بازار د حضرت ورور[نورالمشایخ مجددی] چې په هندوستان کې په کاټهیاواړ کې اوسي راغوښتی او د هغه پاوندو پسې چې د هغه مریدان دي د امان الله خان بر خلاف افغانستان ته لیږي، ځکه چې پیرنګیانو ته مالومه شوي وه چې د خلکو څه نا څه همدردي له امان الله خان سره پیدا شوي ده او هسې نه چې هغه چېرته کامیاب شي.

هغه وو چې غازي امان الله خان چې له لوی نړيوال ښامار انګرېز سره جګړیدلی ؤ خو له خپلو نادانو او جاهلو خلکو سره یې جګړه ونه کړه، کندهار او بیا هند او وروسته ایټالیا ته ولاړ او په کال ۱۳۳۹ل، ل کې د ثور په میاشت کې د سویس په هیواد کې د هجران او غریبۍ په حال کې وفات شو. ﴿إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ﴾ [البقرة: ١٥٦]

که چېرې د سقاؤ او انګریزانو، د اړیکو په تړاؤ او د انګریزانو د هغو دسیسو په اړه، چې امان الله خان ته یې د سقاؤ او نورو غدارانو په وجود کې جوړولې، ژوره څېړنه وشي او انګریزي ارشیفونو ته لاس رسی وموندل شي، (لکه څه ډول چې لیکوالې ریه تالي ویلي دي) زه ډاډه یم چې ډېر حیرانوونکي اسناد به تر لاسه شي، پورته مالومات یوازې (مُشت نمونه خروار) یوه سرسري څېړنه ده، دا پر موږ باندې د دغه مترقي، ملي اتل او پر هیواد میین پاچا حق دی چې په اړه یې د انګرېزانو غدارۍ او هم د داخلي غدارانو توطیې رسوا کړو. په درنښت


پورته لیکنه د لاندې سرچینو پر بنسټ لیکل شوي ده:
ــ کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطایي: دافغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه
ــ ریه تالي سټیوآرت؛ اور په افغانستان کې
ــ عبدالغفار خان: زما ژوند او جدو جهد.
ــ میرغلام محمد غبار: افغا نستان در مسير تاريخ
ــ ډاکټر ویکتور ګریکوویچ کارګون: افغانستان در سالهای بیست و سي، قرن بیستم میلادي

نېټه: ۲۸/۵/۱۳۹۸، ل، ل

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران