غازي امان الله؛ پر تعلیم او پرمختګ مین انسان

لیکنه: محمد عزیز پردیس 

دا به ومنم چې دی لاړ فاني شو، خو د ده آرمانونه هېڅکله فناکېدونکي نه دي، دی پر دين او وطن میين انسان و.
ده غوښتل هېواد يې پخپل ژوندون کې د سيالانو سره سيال کړي، چې تر يو بريده پکې بريالی هم شو، خو ای کاش، ای کاش ای کاش…
ای کاش دې ځانځاني ښامار په آرامه پرېښی وی!
ده غوښتل خپل دردېدلی ولس د‌ پرمختګ او نېکمرغۍ پر لور رهي کړي، د ‌هېواد ښوونځي د نجونو او هلکانو د شور ماشور څخه ډک وګوري، ده ارمان درلوده چې په هېواد میين ځوانان د‌ هېواد په بنسټيزو برخو کې په دندو وګماري، ده غوښتل خپل ولس په مختلفو برخو کې د‌ سيالانو سره سيال کړي، دی په تعليم او پرمختګ بې ساری میين انسان و…
چې بالاخره د همدې ارمانونو په لټه کې د ځانځاني ښامار په لومو کې راګير شو، خو دی که لاړ نو ارمانونه يې نه لا ژوندي او پوره کېدونکي دي.
د ده ارمان به د‌ هېواد په بااحساسه ځوانانو پوره کېږي او د‌ ده تلوسې به په زلمي نسل سر ته رسېږي!
ان شاءالله
‎#HappyAfgIndependenceDay

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب