عماد وسیم؛ خپله لوبډله په ټولو ډولونو لوبو کې مخکښه غواړم

لیکنه: سمیع الله درانی

د پاکستان کرکټ لوبډلې الراونډر لوبغاړي عماد وسیم وایي، چې خپله لوبډله په شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې په درې غوره لوبډلو کې غواړم.
عماد وسیم چې نړیوال جام کې د پاکستان کرکټ لوبډلې لپاره غوره الراونډر دی او نړیوال جام کې یې د افغانستان لوبډله له ماتې سره مخ کړه او خپله لوبډله یې له سخت حالت څخه راوکښله.
نوموړي اوس ویلي چې دی غواړي د پاکستان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې وګوري او یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې یې هم په درې غوره لوبډلو کې ننداره کړي.
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي، چې د پاکستان کرکټ لوبډله په دې وروستیو کې مخ په زوال کې ده.
د اپرېل میاشت په وروستیو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه‌بندۍ کې د پاکستان کرکټ لوبډله په شل اوریزو لوبو کې له لومړي مقام څخه څلورم مقام ته شاته شوه.
لومړی مقام د اسټرالیا کرکټ لوبډلې نیولی دی.
عماد وسیم وایي غواړي چې خپله لوبډله بېرته په لومړي مقام کې وویني.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسټرالیا کرکټ لوبډله له پاکستانۍ لوبډلې ۱۸ نومرې مخکې ده.

یو ورځنۍ لوبې او د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې مقام

په یو ورځنیو لوبو کې پاکستانۍ کرکټ لوبډله تل په پنځو غوره لوبډلو کې شامله وه، خو اوس یاده لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې شپږم مقام کې ده او په دې برخه کې هم د وروسته تګ شاهده ده.
پاکستانۍ کرکټ لوبډله اوس وخت کې ډېره پورې په ځوانو لوبغاړو متکي ده، شاهین افریدي، محمد حسنین، رضوان، عابدعلي، بابراعظم او نور لوبغاړي پکې ځوانان دي او ډېره پورې ښه لوبه هم کوي.
عماد وسیم هم په دې برخه کې ښه الراونډر دی او کولای شي، چې په شپږم او یا هم اووم مقام د لوبډلې لپاره ذمه واره لوبه کوي.
د توپ اچونې برخه کې یې هم لوبه خورا اغېزمنه ده.

ټېسټ لوبې او د پاکستانۍ لوبډلې ځای

پاکستانۍ کرکټ لوبډله په ټېسټ لوبو کې اووم مقام کې ده او لا هم د اسټرالیا، نیوزیلېنډ، افریقا او انګلستان پر وړاندې په ټېسټ لوبو کې په زړه‌پورې لوبه نشي کولای.
نو علت یې هم همدا دی، چې ټېسټ لوبه کې پاکستانۍ لوبډله یوازې له ویسټ انډیز، بنګله‌دېش او سریلانکا څخه مخکې ده، له اسټرالیا، هندوستان، نیوزیلېنډ، انګلستان، سویلي افریقا او سریلانکا څخه وروسته ده.
تاسې څه فکر کوئ، چې پاکستان به بیا شل اوریزو لوبو کې لومړی مقام واخلي؟

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب