مارچ 2, 2021

آیا د آلوئه ورا، پوستکي ته تاوان هم لري؟

ژباړه؛ نسیمه محمدي
د آلوئه زیات اغېز پوستکي ته د اوبو رسونه، پوستکي او وېښتانو ته رطوبت برابرول او د پوستکي د وچېدو او چاودېدو مخنیوی دی. د پوستکي اوبه کېدل د آلوئه ورا سره ترسره کېږي.
د پوستکي لپاره د آلوئه ورا خاصیتونه؛
که څه هم د آلوئه ورا بوټی د هایدروکسي آنتراسن مشتقاتو او د A, B,  او C وېټامین لري او د پړسوب ضد، مېکروی ضد، آرام بښوونکی خاصیت، د لمر او اور سوځېدنې ضد خاصیتونه لري، خو بیا هم آلوئه ورا او دېته ورته بوټي ممکن د پوستکي لپاره نامطلوب عوارض، لکه د پوستکي حساسیتونه او توروالی له ځانه سره ولري.
د آلوئه ورا د کارولو زیانونه:

  • د آلوئه ورا ژل د پوستکي او مخ لپاره بې خطره ماده ده، خو ځینې وختونه د حساسیت لامل کېږي.
  • د آلوئه ورا ژل د ژورو ټپونو د درملنې لپاره ګټه نه لري او ځوښه یې د شدیدې نسناستې سبب ګرځي.
  • شیدې ورکوونکې او اومېندواره مېرمنې باید ترې ډډه وکړي، ممکن د رحم د انقباض او د جنین د سقط لامل شي.
  • ممکن دا ماده د بواسېر ناروغي زیاته او د کولمو سندروم تحریک کړي.
  • دوامداره او اوږدمهال لپاره کارول یې د روږدېدو سبب کېږي. د ۱۲ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي یې باید ونه کاروي.
  • پرلهپسې او زیات وخت لپاره ګټه اخېستنه د پوتاشیم کمښت رامنځته کوي.

د آلوئه کارولو پر وخت که دا درمل کاروئ، نو له خپل روغتیاپال سره مشوره وکړئ:

  • د شکر درمل؛
  • سووفلورانس؛
  • محرک ملیني درمل (دقبضیت دفع کوونکي درمل) Stimulant Laxative؛
  • آسپرین؛
  • دیرېتيک درمل (ادرار راوړونکي).

د آلوئه ورا په مصرف کې باید افراط ونه شي او د اندازې او کارولو د ډول په اړه یې له روغتیاپال سره مشوره وشي.
هغه درمل چې د پوستکي د ځوانېدو لپاره دي، یو ډوز د آلوئه ورا ځوښه لري.
د آلوئه ورا بوټی ځینې کیمیاوي مواد او عناصر لري، چې له پوستکي سره د حساسیت د پیدا کېدو امکان زیاتوي.
هغه آلوئه ورا وکاروئ چې په تولیدي فابریکو کې پروسس شوې او مُضر مواد، چې د پوستکي د تحریک او حساسیت سبب کېږي، ترې جدا شوي وي.
سرچینه: beytoote.com

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ