خوندیتوب له نړۍ

سعودي د خپل یو لوی شتمن د تښتیدلې لور د ستنولو هڅې کوي

لیکنه: شریف شاهین
اعلان

اتلس کلنه رهف محمد القنون د سعودي د لوی شتمن محمد متلق القنون لور ده، چې له کويت څخه اسټرلیا ته تښتیدله؛ خو په بنکاک کې نیول شوې، پاسپورت يې ضبط شوی او اوس بې برخلیکه ده.

بنکاک کې د سعودي د کونسلګرۍ چارواکي غواړي، دا جلۍ بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي؛ خو اغلې رهف وايي، چې که کورنۍ ته يې د بیرته ستنولو کوښښ وشي، ځان وژنه به وکړي.

رهف د خپلې تیښتې کیسه داسې کوي:

“زه او زما کورنۍ کویټ ته په چکر تللي و. د سهار څلور بجې وې. ټول ویده وه. ما اسټرلیا ته د سیاحت ویزه واخیسته. د اسټرلیا د سیاحت ویزه اسانه اخیستل کیږي. ټکسي ته مې زنګ وواهه او له هوټله د هوايي ډګر په لور لاړم. زما تمه دا وه، چې اسټرلیا ته په رسیدو به د پنا غوښتنه وکړم.”

هغه زیاتوي:

“زه ځکه وتښتیدم، چې کورنۍ مې یو ځل د خپلو ویښتانو د غوڅولو په جرم، ۶ میاشتې په خونه کې بندۍ کړې وم. زه یوه بې دینه یم. او تیښته زما لپاره د ستونزې د حل یوازینۍ لار ښکاریده.”

نوموړې ویلي، چې بنکاک ته په رسیدو يې د هوايي ډګر پولیسو د سعودي د قونسلګرۍ په لارښوونه ددې پاسپورت اخیستی او پتيېله يې ده، چې نوموړې بیرته کویټ ته ستنه کړي. کويټ کې لا هم ددې کورنۍ په هوايي ډګر کې انتظار کوي.

رهف په پرله پسې ټویټونو کې لیکلي:

“زه د یواځې او خپلواک ژوند حق لرم. زه غواړم له ټولو هغو خلکو لرې اووسم، چې ما ته د یوې ښځې په توګه احترام نه لري. زه پوره شواهد لرم، چې ثابته کړم، کورنۍ مې ماسره تشدد کوي. زه په څرګند کې خطر کې یم. د سعودي دولت په ما فشار رواړي، چې بیرته مې ستنه کړي. که همداسې دوام وکړي، زه فکر نه کوم، ژوند ته دوام ورکړم. زه يې اوس د هوايي ډګر د یو هوټل په خونه کې بندۍ کړې یم. غواړي، ما کويټ ته بیرته ستنه کړي.”

نوموړې دا هم ویلي، چې د سعودي حکومت او پلار يې کوښښ کوي، چې ثابته کړي، ګنې (زه) رواني ناروغه یم او نه پوهیږم، چې څه کوم. “زه روغه یم او په خطر کې یم.”

نوموړې له خپلې بندیخانې یوه ویډو هم خپره کړې، چې ښيي په خونه کې بندي ده.

وروسته د نوموړې له مسلسلو ټویټونو، ګڼو خلکو ددې نجلۍ په دفاع کې، د ملګرو ملتونو په عالي کمیشنرۍ (یونیسار) او د بښنې په نړیوال سازمان غږ کړی، چې دا قضیه دې تعقیب کړي او د نجلۍ ژوند دې وژغوري.

اندیښنه داده، چې که د نجلۍ قضیې ته پام ونشي، شاید ځان وژنه وکړي او یا يې هم کورنۍ ووژني.

القنون دا مهال د بنکاک د هوايي ډګر په هوټل کې خپل ځان قید کړی دی

نوې څه دي؟

د تایلنډ د کډوالۍ د پولیسو مشر وايي، هغه ځوانه سعودي نجلۍ چې د بنکاک په هوايي ډګر تم کړی شوې ده، د هغې د خوښې خلاف به هیچرې وانه ستول شي.

رهف محمد القنون په نوم دې اتلس کلنې نجلۍ غوښتل اسټرالیا ته ولاړه شي او هلته د پناه غوښتنه وکړي. هغه وايي د کورنۍ له خوا یې د مرګ له ګواښ سره مخ ده.

تایلنډي امنیتي چارواکي جنرال سوراچتي هاکپارن د بنکاک په هوايي ډګر کې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ۱۸ کلنې رهف محمد القنون ته به اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له چارواکو سره وګوري. نوموړې وویل د ملګرو ملتونو چارواکي به له کوره ددې تښتیدلې سعودي نجلۍ سره نن ناوخته خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر په یو بیان کې ویلي، دوی ددې نجلۍ قضیه له نژدې څاري او وبه ګوري چې نوموړې د نړیوال مصونیت اړتیا لري او کنه.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت هغه ادعا رد کړې چې ګوندې د هغې پاسپورټ دوی باطل کړی دی. دوی په یو ټویټ کې ویلي چې القنون د تایلنډ د سفر له قوانینو د سرغړاوي په تور تایلینډي چارواکو توقیف کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شریف شاهین