مارچ 4, 2021

الوتکې ته تر ختو مخکې دا امنیتي ټکي مه هېروئ

الوتکه کې مزل نن یو عام او مهم انساني ضرورت دی. که غواړئ کنه، مجبوره یئ، چې یو ځای نه بل ځای ته په الوتکه کې هم لاړشئ.
خو اکثره هغه خلک، چې زیات له الوتکو او قواعدو سره یې نه وي بلد، د سفر پر وخت ګڼو ستونزو سره مخ کیږي.
دلته ځینې دغه قواعد یا اصول درسره شریکوو، تر څو په الوتکه کې د سفر پر وخت ستونزې سره مخ نه شئ.
ټیکنالوژیکو وسایلو سره خیال کوئ
ټیکنالوژیک وسایل درسره په هغه بکس کې مه ږدئ، چې په الوتکه کې درسره وي. دلیل یې دا دی، چې امکان لري دا وسایل وچاودي او تاسې یا الوتکې ته تاوان واړوي.
په دغو وسایلو کې ليپ ټاپ، دوربین، موبایل، بریښنایي سګریټ او نور یادولی شوو.
دا وسایل معمولاً په الوتکه کې ګرمیږي او چوي.
د دې لپاره، چې تاسې دې ستونزې سره مخ نه شئ، لازمه ده چې خپل بریښنایي وسایل په یوه جلا بیک کې ځای پرځای او د الوتکې په شاتنۍ برخه کې کیږدئ.
د مایعاتو ۱۰۰ میلي لیترۍ قانون
په ۲۰۰۶ کې د یوې الوتکې د الوزولو توطیې ته د نوکانو د سپینولو له مایعاتو څخه استفاده شوې وه.
له هغې وروسته هوایي شرکتونه اجازه نه درکوي، چې داسې مایعات درسره په الوتکه کې ولېږدوئ.
البته اجازه درکوي، چې په لږه اندازه یې یا خپل خاص بیک او یا د الوتکې په شاتني بکس کې ولیږدوئ.
په دې برخه کې هم احتیاط کوئ، چې د پلټنو پر وخت ناحقه هم ونه ځوریږئ.
سپری ګانې، د غاښونو کریم، ژیلونه، درمل او نور درسره په هغه بیک کې مه لیږدوئ، چې د الوتکې په سیټ کې وي.
دا په هغه بیک کې کیږدئ، چې د الوتکې شاتنۍ برخه کې یې ږدئ.
په څپلیو ویستو خوا مه بدوئ
د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ مې له پېښې وروسته په امریکا کې یوه ترهګر هڅه وکړه څو په خپلو بوټانو کې چاودیدونکي توکي ولیږدوي.
هغه ترهګر له پاریس څخه امریکا ته پرواز درلود، خو ګیر شو.
له هغې وروسته مختلف هوایي ډګرونه په دې برخه کې مختلف قوانین لري.
ځینې یې دومره پرمختللي وسایل لري، چې د پلټنو پر وخت ستاسې بوټان او څپلۍ چیک کولای شي، خو نور یې چې نه لري، د احتیاط لپاره بوټان او څپلۍ درباندې باسي.
نو په دې مه خپه کیږئ او یوه قانوني موضوع یې وګڼئ.
ښه به وي، چې داسې بوټان یا څپلۍ په پښو نه کړئ، چې د ویستو او اغوستو پر وخت یې جنجال سره مخ کیږئ.
بې ځایه ټوکې به نه کوئ
یو ځل یوه برتانوي محصل په الوتکه کې د ټوکې په ډول وویل: په بیک کې مې بم دی.
دې خبرې سره الوتنه وځنډیده او محصل ۴ شپې زنداني شو.
نو تاسې به داسې احمقانه ټوکې هیڅکله په الوتکه کې نه کوئ، کنه همداسې لانجو سره به مخ شئ.
 

فوټبال؛ د نړۍ نامتو لوبغاړي رونالډو یو بل ریکارډ هم په خپل نوم کړ

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب نامتو لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په نړۍ کې یوازینی لوبغاړی شو، چې د فوټبال په ۱۲ پرلپسې پړاونو کې شل ګولوهني ترسره ... نور ولولئ