خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

خوندورې تروې کېدای شي سرطان زا وي

لیکنه: ياران

ژباړه: نجم الرحمن ناصري

محلي تروې په ځانګړو شرایطو کې ساتل کېږي، چې ورڅخه ګټه واخلي. ځینې باور لري چې محلي تروې سرطان زا دي، خو ځینې بیا هغه تروې چې لمر وهلې وي، د ناروغیو لامل بولي.

ډېری سوپر مارکیټونه او هټۍ تروې له یخچال څخه بهر د محیط په هوا کې ساتي، په ځانګړي ډول که په پلاستیکي کڅوړو کې وي. دا مسئله نن ورځ خطرناکې ستونزې جوړوي. د ځای کمښت لامل شوی، چې تروې په هټیو کې له یخچال څخه بیرون وساتل شي.

د ځینې استاندردونو پر بنسټ لبني مواد باید په یخچال کې وساتل شي چې دا خبره په ډېری لبني موادو باندې ذکر کړل شوې ده. که تروې په یخچال کې ساتل کېږي باید د هوا درجه یې له ۴ تر ۸ سانتي ګراد پورې وي.

لبني تخمیري محصولات څنګه له یخچال څخه بیرون وساتو؟

لبني محصولات په دوو برخو تخمیري (مستې او تروې) او غیر تخمیري (شیدو) باندې وېشل شوي. په غیر تخمیري محصولاتو کې د هوا په ګرمیدو د فساد او تروشیدو امکان شته، چې مصرف یې کولای شي په ډېر کم وخت کې ګټه اخیستونکي لپاره زیان ولري.

تخمیري مواد د میکروبنو په مرسته تخمیر کېږي، د همدې لپاره د میکروبي فساد او ناروغیو لامل نه کېږي، هغه څوک چې له دې محصولاتو څخه چې له یخچال څخه بهر ساتل شوي، ګټه اخلي، په مسمومیت او ناروغۍ نه مبتلا کېږي، خو هر څنګه چې وي د محصولات په جوړښت کې بدلون منځته راځي.

امکان لري هغه مستې او تروې چې له یخچال څخه بیرون ساتل شوې، مخمر مواد پکې وده وکړي او د سموم او ناروغۍ لامل شي. دا بدلونونه په لنډ وخت کې کومه ستونزه منځته نه راوړي، خو په اوږد مهال کې د ګټه اخیستونکو روغتیا له خطر سره مخامخ کوي او هغوی د سرطان په څیر ناروغیو ته چمتو کوي.

د ترووو د ساتنې تر ټولو بده طریقه

د ترووو د ساتلو تر ټولو بد روش د هغو ساتل په آزاده هوا کې یا د لمر د وړانګو لاندې دي. د لمر وړانګې کله چې له پلاستیکي کڅوړو سره په تماس کې شي د محصول د غوړو د اکسیدو کیدو او یا د سرطان زا او زهري جوړښتونو د منځته راتللو لامل کېږي. سربیره پر دې د تروو خوند خرابوي.

د هغو ترووو د ګازاداره کېدو لامل چې په آزاده هوا کې ساتل شوې

تخمیري مواد په آزاده هوا کې ګاز جوړوي، ځکه چې تروې تخمیري مواد لري، که په آزاده هوا کې وساتل شي په تدریج ګاز تولیدوي. خو دا ګاز د انسان د روغتیا لپاره ضرر نه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ