اقتصاد ژوند بڼه طبیعت

الماس؛ د نړۍ تر ټولو کلک او حیرانوونکې غمی

ژباړه: ملیحه ناصري

له پېړیو راهیسې الماس د خلکو د پام وړ دی؛ خو تر شلمې پېړۍ دمخه یې په اړه چندان مالومات نه وو. کله چې فزیک او کیمیا علمونو سم پرمختګ وکړ، د الماسو په اړه هم حیرانوونکي مالومات وړاندې شول.
الماس یوناني( Adamas) کلیمه ده. یوازینی عنصر دی چې په طبیعت کې په خالصه او نږه بڼه موندل کېږي. له کاربن(C) څخه جوړ، فورمول یې (C) دی. پوهان وايي چې امکان نه لري یو کیمیاوي عنصر دې بیخي خالص وي، هرومرو یې په جوړښت کې بل توکی هم ونډه لري. په الماسو کې ۹۵/۹۹سلنه کاربن دی؛ خو پاتې برخه یې ناخالصه کیمیاوي توکي دي. همدا لامل دی چې د الماس رنګ ټاکي.

په الماس کې کاربن حتمي دی؛ خو ګرافیټ هم له کاربنه رغېدلی. توپیر دومره دی چې د کاربن د اټومونو اړیکه دوی یو له بله جلا کوي. کریسټالي جوړښت د یوې تیګې په څرنګوالي کې ډېره مهمه ونډه لري.
د الماسو د رغېدلو شرایط او څرنګوالی ډېر سخت دی. کله چې الماس ګورئ، ځلا او برېښېدل يې وینئ، داسې به فکر کوئ چې خدا څومره کړکېجن پړاوونه یې تېر کړي؛ خو الماس تر ځمکې ۱۵۰کیلومټره لاندې په خورا ډېره تودوخه او فشار کې جوړېږي.

الماس تر څلورمې زېږدیزې پېړۍ مخکې په هندوستان کې وموندل شو، تقریباً ۲۰۰۰کاله یې یوازینۍ سرچینه همغه وه. په څلورمه زېږدیزه پېړۍ کې اروپا ته ورسېد. په ۱۹ز پېړۍ کې په افریقا کې وموندل شو، سوداګریزې چارې یې پیل شوې.
د الماسو ښایست د هغه شاوخوا نور پورې اړه لري. دا چې څومره نور/رڼا د الماس پر سطحه لګېږي، څومره جذبوي، څومره بېرته انعکاسوي او بیا پر سترګو لګېږي. دا ټول د الماسو په نوري ځانګړنو او د تراشېدو په کیفیت او څرنګوالي پورې یې اړه لري.

تراش شوی الماس درې بعدي وي.

د الماسو دولس په زړه‌پورې ځانګړنې:
۱-څومره چې تاسو فکر کوئ، الماس هومره هم قیمته نه دی. بیه یې ځکه لوړه ده چې سوداګر یې د سوداګرۍ په بهیر کې یو پر بل خورا لوړ خرڅوي.

۲-د نړۍ تر ټولو ستر الماس اوسمهال په فضا کې معلق دی چې ( لکي/Lucy) نومېږي.

۳-کېدی شي الماس بېلابېل رنګونه هم ولري، مانا یوازې په سپین راڼه رنګ نه دی. په اسماني، ګلابي، سره، نارنجي، شیرچايي رنګونو کې هم موندل کېږي. لامل یې هغه ناخالص توکی دي چې پکې تزریق یا ګډوي.

۴-الماس د سوداګرۍ د کاروبار په پار هېڅ سمه ټاګنه نه ده؛ ځکه الماس د نورو جواهراتو په څېر نه دی. ډېر قېمته پېرل کېږي؛ خو بېرته په ټيټه بیه پلورل کېږي.

۵-د سوداګریز الماس لومړنی جوړوونکی هند دی. هند تر ټولو هېوادونو په دې برخه پرمختګ کړی.

۶-ولې ځينې خلک د کوژدې پر مهال د الماسو ګوتمۍ ورکوي؟
ځکه چې اتریشي (ماکسیملیان) چې د اتریش په پوړیز وېش کې یې دریځ (تر پاچا ټيټ او تر دوک لوړ دی) خپلې کوژدنې ته لومړی ځل داسې ګوتمۍ د واده د وړاندیز لپاره ورکړه چې الماس پکې کار شوي و او د (M) بڼه یې درلوده.

۷-الماس د نړۍ تر ټولو کلک توکی نه دی. یوه فزیکپوه ( ناتانیا دوربرووینسکا) او همکارانو یې د فلورین کاربن د مالیکولونو په جوختولو او هغوی ته په حرارت ورکولو یې داسې کیمیاوي جوړښټ ورکړ چې اوس تر الماسو یوولس چنده کلک دی.

۸-تر ټولو ستر الماس په سویلي افریقا کې موندل شوی و.

۹-الماس د ځمکې په تل کې دی. یوازې د آتشفشان په مرسته د ځمکې سر ته راتلی شي؛ خو د پیدا کولو په پار یې باید بیا هم کاریګر وګومارل شي چې تر خاورو لاندې یې راوباسي.

۱۰-یو سویسي شرکت د دې په پار چې خلک تر مرګ وروسته هم خپل ګران خلک له ځان سره یو ځای وګرځوي، داسې کار یې وکړ چې لومړی باید مړی وسوځول شي، بیا یې له ایرو څخه مصنوعي الماس جوړ او په ګوتمۍ کې یې د هغه نږدې کسانو ته ورکړي، څو داسې وګڼي چې پلانی/ۍ اوس هم راته نږدې ده.

۱۱-هغه کسان چې په طالع باور لري. الماس هغو کسانو ته د نېکمرغۍ زېری ورکوي چې په حمل/وري کې زېږدلي وي. مانا ورپورې نېک شوګونه/ پار یې نېک دی.

۱۲-د الماسو بانکي کارټ، په دوبۍ کې یې خلک کاروي.

سرچینې:

www.sangshenas.com
Af.shafaqna.com
Daneshnameh.roshd.ir
News.zar.ir

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ