خواړه روغه سټه

د الوګانو اوبه او ګټې یې!

ژباړه: نسیمه محمدي

د الوګانو د اوبو حېرانوونکو ګټو په اړه پوهېږئ؟ چې په آسیايي هېوادونو کې ګڼ مینه وال لري.

د الوګانو اوبه! رشتیا ولې جاپانیان او چینایان د الوګانو اوبه څښي؟ تعجب مه کوئ یواځې وروسته له دې، د الوګانو اوبه لرې مه تویوئ!

الوګان یوه بډایه غدایي ماده ده، چې د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره کارول کېږي؛ دا بډایه غدایي ماده یو له ډېرو کاروونکو موادو څخه په بېلابېلو پخلیو، خوراکونو او حتی ډول ډول سلادونو کې کارونکې ده. ولې د الوګانو اوبه؟

شاید تاسې هم تر دې شېبې، د الوګانو د اوبو څښلو تجربه ونلرئ مګر باید ووایو که چېرې د دې څښاک په ګټو پوه شئ، نور به یې کم ارزښته ونه ګڼئ.

د الوګانو خاصیت

له الوګانو څخه په سوپ کورنیو خوړو اوسلادونو کې کاراخېستل کېږي. الوګان د بټاکاروټن بډایه سر چینه ده کله چې پاخه شي، په آسانۍ د جذب وړ ګرځي.

په اصل کې، د الوګانو اصلي ماده نشایسته ده، چې معمولا ۹ تر ۲۵ سلنه برخه یې جوړوي، نو له همدې امله د بدن د لاسته تللې انرژۍ د بېرته لاسته راوړلو لپاره ګټور دي.

د الوګانو پوستکي لکه د نورو مېوو او سبو په څېر انتي اوکسېدان لري، له همدې امله د حجرو د زړښت او سرطاني حجرو د جوړېدو څخه مخنیوی کوي؛ له شک پرته د پوستکو تر څنګ یې ، اوبه هم کولای شي د بدن لپاره د معجزې په څېر تاثیر وکړي.

ولرې خواږه الوګان؟

الوګان لویه او ګټوره کورنۍ لري، په خپله له دې مادې څخه نیولې بيا تر اوبو، پوستکي او حتی بېلابېل ډولونو لکه خواږه الوګان د بدن لپاره ډېرې ګټې لري.

خواږه الوګان د بدن روغتیا لپاره زیاته ګټه لري. دا بډایه خواړه په بېلابېلو بڼو او رنګونو شتون لري، چې مغز یې ژېړ، سپین او نارنجي دی، چې د پتاشیم، بټاکاروټن، وېټامین C او فیبر لرونکي دي.

دا خواړه د بټاکاروټن ښه سر چینه ده، بټاکاروټن یو بل ډول اړین مواد دي، چې د بدن دفاعي سیستم غښتلی کوي. همدارنګه له بټاکاروټن څخه تر لاسه شوي وېټامین A د سترګو د روغتیا او تقویې لپاره ډېر ګټور دي.

سره له دې چې خواږه الوګان کاربوهایدرېت لري، مګر د وینې قند کنترولوي. همدارنګه دا ماده د فیبر څخه بډایه ده؛ په دې معنی چې په وینه کې د ګلوکوز د انتشار سرعت کموي.

د الوګانو اوبه او وېټامینونه

د الوګانو اوبه له بډایه غذایي موادو لکه وېټامین C ، پوتاشیم، د B کورنۍ بېلابېل ډول وېټامینونه، کلسیم، اوسپنه، فاسفر، مس او ګوګرد لرونکي دي.

د الوګانو پوستکي ډېر ګټور مواد لري، چې د اوبو ایستلو پر وخت یې باید پوستکی لرې نشي؛ د الوګانو د اوبو د پاموړ اغېز له ډلې د زړښت څخه مخنیوی، د خوړو له هضم سره مرسته، د ټپ روغوالی، د ځيګر ملاتړ، د وینې د جریان ښه والی او د بدن د هورمونونو تنظیم یادولای شو.

د الوګانو د اوبو خواص

د الوګانو د اوبو څخه د دې خاصیتونو په خاطر مه تېرېږئ!

د خوړو ښه هضم

د الوګانو د اوبو نشایسته د هضمي سیستم له ستونزو سره تړاو لري او کولای شي د کولمو د التهاب او د خوړو د هضم د چټکتیا لامل شي او د قبضیت او د هاضمې بندښت او سوء هاضمه له منځه یوسي.

د زړه سلامتیا

په یو ګېلاس اوبو کې د پاموړ پوتاشیم شتون لري، زموږ د ورځني ژوند ۵۰ سلنه اړتیا.

دا په دې معنا ده چې لکه د جاپانیاو او چینایانو په څېر، خپله ورځ د الوګانو د یو ګېلاس اوبو سره پیل کړئ، چې په قلبي عروقي سیستم او د وینې په رګونو د فشار له کمښت سره مرسته کوي. دا مسئله د قلبي حملې او مغزي سکتې ګواښ کموي.

د معدې او کولمو د زخم لپاره ګټور انتي اوکسېدانونه

د الوګانو اوبه پېژندل شوي انتي اوکسېدانونه او قلوي PH لري. دا خاصیت کولای شي ستاسې په کولمو کې اسیدیته په تعادل کې وساتي او د معدې زخم او ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي. تاسې د الوګانو د اوبو څښلو سره د معدې لپاره یو ساتونکی جدار جوړ کړی تر څو له دې امله رامنځته شوی درد او ستونزې له منځه یوسي.

د ځیګر او تریخي زهریت له منځه وړل

دا غذایي ماده د ځیګر او تریخي(کیسې صفرا) لپاره یوه تر ټولو ارزانه پاکونکې ده؛ جاپانیان د هېپاتیت د درملنې لپاره هم کاروي.

د استرس( خفګان) او نیم سري سره خدای په اماني

د پېړیو راهیسې خام الوګان او اوبه یې د آسیا او اروپا په سنتي طب کې کارول کېږي. یوه ټوټه کچالو یا او به یې په ټنډه او د درد په ناحیو کېږدئ تر څو د تل لپاره د مېګرني او خفګان له امله سر دردونو سره خدای په اماني وکړئ.

سرطان ضد خاصیت

شفا بښوونکی شيره، چې د زیاتو انتي اوکسېدانونو سره سرطان ضد خاصیت لري؛ په حقیقت کې د الوګانو اوبه کولای شي د سرطاني تومورونو د ودې مخنیوی وکړي.

د وزن کمښت او ډنګروالی

د الوګانو اوبه یو سالم او ډنګروونکی رژيم!

البته د الوګانو خوړل که څه هم د وزن د ډېرېدو لامل ګرځي، ښه ده له شیرې یې ګټه واخیستل شي.

د الوګانو اوبه په زیاته کچه وېټامین C لري، چې د بدن میتابولیزم سره مرسته کوي. د دې بډایه مادې خوړل له ډوډۍ وروسته، د لوږې هورمونونه ( ګارلین او لپتین) د توقف سبب ګرځي، چې دا مسئله د لوږې احساس له منځه وړي او له ډنګرېدو سره مرسته کوي.

د بډوډو اړوند ناروغۍ

دا څښاک لکه د ماءالشعیر( یو ډول غېر الکولي ګاز لرونکي عصاره ده، چې د اوربشو له اوبو جوړيږي) اوبو د یو لوی ګېلاس په څېر ګټور دی. په حقیقت کې د دې مادې منظم او دوامدار مصرف د بډوډو د تیږو او اړوند ستونزو په لرې کېدو کې مرسته کوي.

د سیاتیک درملنه

سیاتیک له هغو دردونو سره چې له ملا څخه پیل او پښو ته رسېږي. د دې ستونزې د حل لپاره یوه له ګټورو کورنیو درملنو څخه، همدا د الوګانو اوبه دي.

د بدن د دفاعي سیستم  پیاوړي کول

دا څښاک له وېټامین C څخه بډایه دی، چې د بدن د دفاغي سیستم پیاوړتیا او د وینې د سپینو کرویاتو د تولید او تحریک لامل کېږي. په دې اوبو کې موجود انتي اوکسېدانونه د مزمنو ناروغیو او خفګانونو په وړاندې محافظت کوي.

د ژورو جلدي ټپونو چټکه درملنه

څنګه چې وویل شول د وېټامین سي شتون د کولاجن د تولید او تحریک سبب ګرځي؛ په پایله کې د پوستکي د ټپونو د رغېدو لامل کېږي، تاسې کولای شئ پنبه په دې محلول کې خیشته او پر ټپ کېږدئ.

د جنسي هورمونونو تقویه

د دې عصارې په منظم ډول کارول د جنسي هورمونونو د ښه والي او استرس د کمښت سره مرسته کوي.

د الوګانو د اوبو جوړولو طریقه

د دې ګټورې عصارې د لاسته راوړلو لپاره باید لږ څه ډېر کوښښ وکړئ البته دا کوښښ یې ارزښت لري، غوره ده د دې چارې چټکتیا لپاره الوګان پاک ووینځئ او په مېکسر کې واچوئ، وروسته دا عصاره له صافي تېره کړئ. باید ووایو د دې کورني معجون جوړولو لپاره د الوګانو پوستکي لرې نکړئ ، چې لا ګټور مواد یې تر لاسه کړئ.

عوارض او زیانونه یې

  • سره له ټولو ګټو دا کورنی معجون کولای شي جانبي عوارض او زیانونه ولري لکه د هاضمې سیستم ستونزې یا د وینې د قند لوړېدل.
  • د الوګانو اوبه د وینې طبیعي قند لوړوي، نو له همدې امله په شکر ناروغیو اخته کسان باید ترې ډډه وکړي.
  • د الوګانو په پاڼو او ريښو کې څانګړي زهر شتون لري، چې د نس ناستې، د معدې ستونزې او زړه بدۍ لامل کېږي، نو باید د پاکو او تېغ لرونکو الوګانو پرته کار واخلئ.

سر چینه: دلتا

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.