اپریل 19, 2021

علیپور: چورلکه موږ ویشتې؛ غني او لوی درستیز به یې رښتیا حساب ورسره وکړي؟

د افغانستان د پوځ یوه چورلکه پرون ویشتل شوې او څو تنه پوځیانو په کې خپل ژوند بایللی دی.

ویل شوي چې دا چورلکه د خپل سري وسله وال قومندان عليپور اړوند کسانو غورځولې ده.

راپورونو کې ویل شوي چې چورلکه کې ۹ تنو ژوند بایللی دی چې ځانګړي سرتیري هم په کې شامل دي.

د ولسمشر غني غبرګون

افغان ولسمشر اشرف غني پرون د خبریالانو د ورځې د نمانځلو د مراسمو پرمهال ویلي چې د الوتکې غورځوونکو سره به سخت قانوني چلند وشي.

له نوموړي وړاندې د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال یاسین ضیا په یوه غبرګون کې ویلي ول چې ددې پيښې عاملین به همداسې پاتې نه شي او سخت ځواب به ورکړل شي.

نوموړي ویلي چې له داسې خلکو سره به د دښمن په څیر چلند ترسره شي.

بل پلو بیا د دفاع وزارت ویلي ول چې دوی هم ددې پيښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل کړي دي.

د میدان وردګ ولایتي شورا وکیلانو ویلي چې دا برید علیپور کسانو کړی دی او چورلکه یې غورځولې ده.

د علیپور اړوند ډلې غبرګون

د قومندان علیپور اړوند کسانو ویلي چې ښايي دا چورلکه ددوی کسانو په ډزو کې راوغورځیدلي وي. له دې خبرې داسې ښکاري چې برید دوی کړی.

د خلکو غبرګونونه

د ټولنیزو شبکو کارکوونکو له پرون راهیسې حکومت تر سختو نیوکو لاندې نیولی چې ولې یې د یوه خپل سري قومندان پر ضد تر اوسه اقدام نه دی کړی.

خلکو د علیپور دا عمل ستر جنایت او تروریزم بللی او هیله یې څرګنده کړې چې حکومت به یې شړۍ ور ټوله کړي.

خلکو پر دې هم حیرانیتا او خفګان څرګند کړی چې د علیپور اړوند ډله په ښکاره د برید پړه په غاړه اخلي، خو ولسمشر غني، لوی درستیز او دفاع وزارت بیا هم وايي څیړنه کوو او عاملین یې معلوموو او مجازات کوو.

د علیپور مخینه

قومندان علیپور چې په خپلو سرو قومندانانو کې مشهور دی، له څو کلونو راهیسې نامسووله وسله وال فعالیتونه کوي او ځان د هزاره قوم مدافع بولي.

هغه د ایران له فاطمیون ‌ډلې سره چې په سوریه کې د ایران له لورې جنګول کیدل په تودو اړیکو او ملاتړی یادیږي.

قومندان علیپور له دې اخوا د قومي شخړو په رامنځه کولو، خپل سرو محکمو، وسله والو فعالیتونو او د افغان ځواکونو پر وړاندې مزاحمت کوونکي په توګه مشهور دی.

شا او خوا کال وړاندې نوموړی افغان امنیتي ځواکونو ونیو، خو بیرته د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په ضمانت د یوه ضمانت لیک په سپارلو سره خوشې شو، چې هغه کار یې هم تاوده غبرګونونه لرل. ښکاري چې د خلکو هغه اندیښنه پرځای وه چې څو اونۍ وړاندې یې د امنیتي ځواکونو پوستې سقوط کړې وې او پرون یې د افغان پوځ یوه چورلکه هم نسکوره کړه.

خو له دې هر څه سره سره به ولیدل شي چې ایا رښتیا هم افغان حکومت ددې خپلسري قومندان پر ضد له قوت کار اخلي، که بیا د جوړجاړي له مخې یې همداسې پریږدي.

 

 

 

 

په هندۍ لوبډله کې تر ټولو ګرانبیه لوبغاړي څوک دي؟ دلته پرې خبر شئ؛

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د هندوستان کرکټ بورډ د خپلو هغو لوبغاړو لیست خپور کړی، چې دوی ورسره د ۲۰۲۰م کال د اکتوبر میاشتې څخه بیا د ۲۰۲۱م کال تر سیپټمبر میاشتې پوري قرارداد لري او ترڅنګ یې هغه ... نور ولولئ