فبروري 25, 2021

د علي پور د نیول کیدو کیسه؛ ګټې او زیانونه یې څه دي؟

له پرون غرمې راهیسې د کابل د لویدیځ او یو شمېر نورو هزاره مېشتو سیمو څخه د حکومت ضدو اعتراضونو خبرونه ورکول کیږي.
معترضین د علي پور په نوم د یوه هزاره قومندان د نیول کیدو خلاف غږ پورته کوي او د هغه خوشې کیدل غواړي.
د ځینو راپورونو پربنسټ علي پور پرون د کابل له لویدیځ څخه نیول شوی.
د هغه نیونه په ځینو خبرونو کې د افغان ملي امنیت او په ځینو کې د امریکایي ځواکونو کار ګڼل شوی، خو امریکایي ځواکونو په دغه نیونه کې خپل لاس لرل رد کړي.
علي پور د میدان وردګو په بهسود ولسوالۍ كې د نامسوله وسله والو قومندان او د ملکیانو په وژنه تورن یاد شوی.
ضد ونقیض معلومات
د علي پور په قضیه کې ترټولو لویه ستونزه د ضدو نقیضو معلوماتو ده. د هغه له نیول کیدو تراوسه د حکومت هیڅ کوم مقام یا ارګان د کومې رسمي اعلامیې یا خبري کنفرانس له لارې د دغې نیونې او پرعلي پور د ورپورې تورونو په اړه څه نه دي ویلي.
د علي پور پلویان، چې تر ډېره د ده هزاره قومیان دي او غالباً په قومي رابطه دفاع ترې کوي د هغه نیونه یوه سیاسي توطیه ګڼي.
دوی علي پور پخپله سیمه کې د وسله والو طالبانو خلاف یو مخکښ جنګیالی او د حکومت مدافع یادوي.
د حکومت د اجرایه ریاست دویم مرستیال حاجي محقق هم د علي پور له پلویانو څخه دی.
محقق، چې ممکن ایران ته یې پيل کړی رسمي سفر لا نه وی تمام شوی، له هغه ځایه د علي پور د عاجل او بې قیدو شرطه خوشې کیدو غوښتنه کړې.

د علي پور د خوشي کولو لپاره یې اعتراض کوونکو پلویانو پرون هم د کابل ځینې سیمې تړلې وې

د حکومت له تبلیغاتي دستګاه یو لړ خپاره شوي نارسمي معلومات او ګونګوسې بیا پردې ټینګار کوي، چې علي پور د فاطمیون په نوم د شیعه جنګیالیو د یوې ډلې اړوند دی او کابل ته د مذهبي جګړو د پيل او تقویت لپاره راغلی و.
په دغو معلوماتو کې ادعا شوې، چې علي پور او د ایران ترکنټرول لاندې د فاطمیون په نوم سخت دریځه شعیه ډله د کابل په اورانوس هوټل کې د سني مذهبه دیني عالمانو پر غونډې او دغه راز د کابل د علماوو شورا پر مشر مولوي بصیرحقاني په شوي برید کې لاس لري.
د علي پور د نیولو ګټې
د علي پور نوم مخکې هم وخت په وخت د قانون د یوه ناقض او نامسوله قومندان په توګه اوریدل شوی.
د ده نیول دا ګټه لري، چې د حکومت اقتدار او د قانون ماتونکو پر وړاندې جدیت ښيي.
د دې ترڅنګ ثابتوي، چې د قانون د تطبیق په برخه کې حکومت مصلحتونه نه پالي او ان د اجرایه ریاست د دویم مرستیال په کچه د خپلو لوړ پوړو واک شریکانو خوابدوي.
داسې نیونې طبیعي ده، چې پرحکومت له دې اړخه باور زیاتوي.
تاوانونه
د علي پور د نیول کیدو قضیې وښوده، چې تاوانونه یې هم شته. په دې برخه کې پرحکومت او بالخصوص پر ارګ له قانون ماتونکو سره د قومي چلند تور پورې شو.
د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، چې ولسمشر ته هم د هزاره قوم په کچه او هم په ټول ټیم کې یې له متعهد ترینو کسانو ګڼل کیږي، هغه هم په یو ډول د علي پور د نیول کیدو مخالفت کړی او د خوشې کولو لپاره یې تر هرچا د زیاتو هڅو خبر ورکړی.
په یوه جمله کې ویلای شوو، چې داسې نیونې که څه هم د قانون له مخې به ستونزه نه لري، خو په داسې لړزانده شرایطو کې د هېواد سیاسي ثبات ته تاوان رسولای شي.
پایله
حکومت د قانون پلي کولو نه یوازې صلاحیت؛ بلکې مسولیت هم لري. خو د قانون غېږه او د پلي کیدو زمینه یې خورا پراخه ده. غوره به وي، چې حکومت د قانون تطبیقولو په برخه کې د جدیت ترڅنګ له پوره تدبیر څخه کار واخلي.
که حکومت په دغه ډول لکه چې روان دی، همداسې د قانون د تطبیق په نوم اقداماتو ته دوام ورکړي، د یوه برخه خلکو د خوشالولو ترڅنګ به یې د یوه برخه نورو خلکو حساسیتونه او مخالفتونه پارولي.
د حکومتولۍ او د قانون د تطبیق ماهرین باید پردې ترهرچا ښه وپوهیږي، چې د قانون د تطبیق په برخه کې یې اقدامات لړزونکي جانبي عوارض او زیانونه ونه لري.
په دې کې شک نشته، چې یوه لویه برخه خلک به د حکومت د ورته ګامونو ملاتړي وي، خو حکومت باید داسې ګامونه واخلي، چې د مخالفت کچه یې بیخي حد اقل یا په نشت حساب وي.