سینما او موسیقي

عالیه بهټ د غوره شخصیت جایزې ته نومانده کړل شوې

د هندي سینما فلم ستورې عالیه بهټ د اسیا تر ټولو زیات اغیزناک شخصیت جايزې ته نومانده کړل شوې.

۲۶ کلنې ځوانې اداکارې ته د دغه ډول جاېزې ته نوماندېدل یو لوی ویاړ دی.

این ډي ټلویزیون د خبر له مخې د اغیزناک شخصیت لپاره عالیه بهټ د اسیا د مشهور فلم لوبغاړو سره سیالي کوي.

د هند څخه یواځینۍ عالیه بهټ ده چې دغه جایزې ته نومانده شوې ده.

د اغیزناک شخصیت د جایزي لپاره د خلکو په خوښه د ۲۰۱۹ لپاره شخص ټاکل کیږي چې ورته انلاین رایه اچوونه کیږي.

دغه رایې اچونه له اکټوبر څخه پيل شوې، خو د جایزې د وړونکي اعلان به د نومبر په میاشت کې وشي.

تر اوسه د خلکو په خوښه د جایزې ګټوونکې یواځينۍ هندي فلم ستورې پریانکا چوپړا ده، ۳۷ کلنې پریانکا په ۲۰۱۶ کال په شروع کې د ټي وي سریز کې د ډېرې د خوښې شوې اداکارې او په ۲۰۱۷ کال کې د ډېرې خوښې ډرامه ټي وی اداکارې جایزه ګټلې وه.

د عالیه بهټ د اوسني ریلیز شوي فلم کلنک څخه غیر نور ټول فلمونو په باکس افس کې کامیاب ثابت شوي دي.

عالیه بهټ په بالیوډ کې خپل فلميز ژوند د ۲۰۱۲ کال څخه د فلم سټوډنټ اف دې ايئر څخه پيل کړ.

په ۲۰۱۸ کال کې عالیه بهټ اداکاري په فلم(راضي) ډېره ستایل شوې وه، د دې څخه غیر یې په فلم (های وی ، ټوسټيټس، ګلی بوائي، ډیئر زندګي او همپټي شرما کې دلهنیا کې هم عالیه بهټ غوره کار کردګي کړې وه.

د زویا اختر په فلم ګلي بوائ کې عالیې د مرکزي رول پرځای مرستیال رول یا سپورټینګ رول اداکړی وه.

په راتلونکو ورځو کې یې بل فلم (برهما سترا) ته مینوال په تمه دي په دغه فلم کې رنبیر کپور او عالیه بهټ دواړو جوړه کار کړی.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی