فبروري 26, 2021

عالیه بهټ وایي، تر اوسه وړه یم، د واده نه یم!

د هندۍ سېنما ځوانه او مشهوره فلمې ستورې عالیه بهټ وایي، لا د واده لپاره وړه ده او واده ته یې اوس هم زیات وخت دی.
عالیه بهټ د هندوستانۍ سېنما مشهوره فلمي ستورې ده، که څه هم د فلم ډګر ته یې د راتګ زیات وخت نه کیږي خو تر اوسه په فلمي ډګر کې یو کامیاب بکراونډ لري.
د بالیوډ د ښکلې جوړې رنویر سنګهـ او ډپيکا پډوکون له واده وروسته په رسنیو کې د عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده په تړاوو خبرې کیږي.
دغه راز د خلکو او د دوی د مینوالو تر منځ هم د عالیې او رنبیر د واده خبرې کیږي، خو عالیه بهټ دا ځل د خلکو پوښتنو او تلوسو ته ځواب ورکړ.
عالیه بهټ په انسټاګرام کې په ژوندۍ بڼه د خپلو مینوالو پوښتنو ته ځوابونه ویلي، خو دا چې په دې ورځو کې یې د واده خبرې ډېرې کیږي نو په همدې خاطر ترې مینوالو یې هم د واده په تړاؤ زیاتې پوښتنې کولې.
عالیه بهټ د یوه مینوال د دې پوښتنې په ځواب کې چې: کله به د رنبیر کپور ناوې جوړيږي؟ ځواب کې ویلي چې نه پوهیږي ولې ترې زیاتره خلک د واده په تړاؤ زیات پوښتي. دې زیاته کړه چې دا اوس د ۲۵ کلونو ده او داسې ورته ښکارې چې لا د واده لپاره ډېره کوچنۍ ده نو په دې خاطر یې واده ته زیات وخت پاتې دی.

د یادولو ده چې که یو طرف په رسنیو کې د عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده ګرمې اوازې پيل دي او مینوال یې د یوې ښکلې جوړې د یوځای کېدو په تمه دی، خو په بل طرف تېره ورځ خپاره شوي انځورونو کې ښکاري چې عالیه بهټ د رنبیر کپور تر نظره غورځېدلې او خیال پر نه راوړي چې دا به د یوې نوې کیسې پيل ښکاري.