Advertisements
سینما او موسیقي

سلمان خان د عالیه بهټ سره جوړیدونکي فلم کارونه درولي دي

سلمان خان په خپل یوه اعلان باندې نه یوازې خپل مینوال بلکې د فلم ښایسته ځوانه ستورې عالیه بهټ هم حیرانه کړې.

نوموړي پر ټویټر علان کړی چې د فلم نوموتي لارښود سنجي لیلا بهنسالي سره خپل فلم (انشاء الله) د اوس لپاره نه جوړوي.

سلمان خان داسې اشاره ورکړې چې را روان اختر ته به د کیک ټو فلم نندارې ته وړاندې کړي.

داسې فکر کېده چې سلمان خان به د دغې ځواني ستورې عالیه بهټ سره ډېر په فلم انشآء الله کې شوټینګ پيل کړي.

په همدې فلم کې د کار کولو لپاره عالیې څو نورو لویو فلمونو کې د کار کولو لپاره نه وویل، داسې هم ویل کیږي چې د عاليې د عامر خان سره هم په یوه فلم د کار کولو څخه ځکه انکار وکړ چې دې ټول وخت د فلم انشاء الله لپاره ځانګړی کړی و.

ادهر بهنسالي فلم پروډکشن هم سمدستي د دغه فلم د نه جوړولو اعلان کړی، ویل کیږي چې د سلمان خان او سنجی لیلا بهسنالي تر منځ د دغه فلم جوړولو پر سر کومه مسئله راپېښه شوې، او خبره دا ده چې سلمان خان د اختر په ورځو کې څنګه راښکاره کیږي؟

سلمان خان په خپل ټویټ کې د اختر په شپو ورځو کې د خپل نوي فلم خبره په داسې انداز کې کړې چې معلومیږي فلم کیک بل برخه جوړوي، خو داسې مهال دا خبره کیږي چې لا تر اوسه د کیک ټو فلم سکرپټ هم نه دی لیکل شوی.

که څه هم دغه فلم په لومړیو کې و خو تر اوسه پرې کار نه دی شروع شوی، خو اوس به معلومه شي چې سلمان خان په راتلونکي کې څه پرېکړه کوي، د نوموړي د فلم (دبنګ ۳) شوټینګ پوره شوی خو نوموړی د راتلونکي اختر لپاره په تشویش کې دی چې په کوم فلم باید کار وکړي تر څو د اختر پر مهال یې ریلیز کړي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی