مارچ 4, 2021

عالیه بهټ او رنبیر کپور خپلو واده په کشمیر کې کوي

د عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده خبرې یو ځل بیا راتازه شوي او ویل کیږي چې دوی دواړه سره ډېر ژر د واده په تار تړل کیږي.
وروسته له هغې چې مینه یې سره ښکاره شوي اوس یې ډېر کله په رسنیو کې د واده په تړاو خبرونه خپریږي.
عالیه او رنبیر د هندي سینما یو له مشهورو جوړو څخه دي او ډېر کله یې مینه او کله واده د رسنیو سر ټکي ګرځيدلي وي.
هندي رسنیو د رپوټ له مخې داسې خبرونه خپاره شوي چې عالیه بهټ او رنبیر کپور به راتلونکی کال ۲۰۲۰ میلادي کې د ژوند یو نوی سفر په شریکه سره پيل کړي.
که څه هم تر اوسه یې د واده کره نېټه نه ده په ډاګه شوې خو د واده د ځای په تړاو خبرونه خپریږي.
داسي ویل کیږي چې دوی دواړو د خپل واده لپاره کشمیر سېمه ټاکلې او د واده مراسم به یې هلته تر سره شي.
د واده لپاره دغه ځای د غوره کېدو لوی لامل دا ښودل شوی چې په کشمیر کې فلم (راضي) د شوټینګ چارو پر مهال پر دغه سیمه مئینه شوې وه او د هغې د وړاندیز دی چې واده دې هم په همدغه سېمه تر سره شي.
دغه خبر ممبئی مرر خپور کړی، خو تر اوسه عالیه بهټ او یا رنبیر کپور په خپله ددغه خبر تائید نه دی کړی.
 

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ