بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

مونږ ځکه ښې نه یوو چې د چا په معیارونو برابرې نه یوو

لیکنه: مهر تاج

 

هغه ښځې چې په احساس کمترۍ اخته دي، تل پدې فکر کې وي، چې څه واغوندي، څنګه آرایش وکړي، څرنګه ښکاره شي، له دوی نه د ژوند اصل لوری او د شخصیت جوړونې او پرمختګ اصلې مقصد هېر وي، ځکه وروسته پاتې او په ځان بې باورې وي، ځان تر نورو کم او ټیټ ګڼي چې په حقیقت کې یې همدا فکر زاوال سره مخ کوي.

په دې اړه ایرانۍ خبریاله مسیح علي نژاد داسې وايي:

زه د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه يم!

پر ځان د باور او له ځان سره د مينې له پاره تر ټولو مهم کار دا دی چې له خپل ځانه انکار او له خپل باوره انکار ته بايد “نه” ووايې او بل چا ته بايد اجازه ور نه کړې چې له تا انکار وکړي. پر ځان د باور او برياليتوب لومړنی قدم دا دی چې ووايم “نه، زه همدا يم، ستاسې بدې راځم؟ هېڅ مهمه نه ده، زه همدا يم.

” نارينه مې ډېر نقد کړل، زړه مې غواړي ځان هم نقد کړم او ډېره صادقانه وغږېږم؛

دې خبرې ته بايد ډېره اندېښنه ونه کړو چې ګېډه مې ولې يو څه غټه شوې، مټې مې ولې غټې شوي، ولې ډنګره يم، پوزه مې ولې داسې ده، شونډې مې ولې نرۍ دي، زه ولې د اوسنۍ نړۍ د ښايست په هغو معيارونو برابره نه يم چې يوه ماډله يا اداکاره يې لري.

دا ټول وهم دی؛ زه چې هر ډول يم، ښکلې يم، خو په دې شرط چې ځان راته ښکلی ښکاره شي، پر ځان باور ولرم.

يوه ډېره مهمه پوښتنه چې نن سبا له ډېرو ښځو سره مطرح ده دا ده چې څه شی واغوندم؟

موږ بايد د دې پر ځای باید وپوښتو چې، څه ووايم، څه کار وکړم، څه وغواړم، له ټولنې خپل حق او خپله برخه څه ډول وغواړم؟؟!

موږ بايد له سرجرۍ، آرايش او د ښايست په اړه د اوسنۍ نړۍ تحميلي معيارونو ته له کتو پرته ښکلې او ځواکمنې يوو.

دا خبره مې کله زده کړه، دا مثال مې خپلو ځينو نږدې ملګرو ته هم ويلی، غواړم تاسې ته يې هم په همغه ژبه او صادقانه ووايم چې موږ ښځې په رښتيا څومره بدلون رامنځته کولی شو خو په دې شرط چې له ځانه انکار ونه کړو او لکه څنګه چې يو، له ځان سره مينه وکړو ترڅو ټولنه مو هم ومني او مينه راسره وکړي.

زه خپله په يوه داسې کلي کې رالويه شوې یم چې؛ که کومې نجلۍ غوښتل ټولمنلې اوسي او ډېر ريباران ولري نو بايد ښکلې باډي يې درلودی، ښکلې جامې يې په تن وای، له رنګه سپينه وای،، اغېزناکي شاهيني سترګې يې درلودای او زړه وړونکې اوږده ويښتان يې درلودای.

زما ويښتان شډل او ډېر کم وو، سخت مې بد ترې راتلل، ډنګره وم، توره وم خو خور مې سپينه او ښکلې وه.

هغه د هر چا خوښېده او هر چا غوښتل يو ګل ورته ډالۍ کړي خو ما دومره بخت نه درلود. کله کله به ډېره تنګه شوم او خپلو نږدې انډيوالانو ته به مې پټ وويل، تاسې و خدای زموږ کور ته راشئ او يو ګل درسره راوړئ چې خلک پوه شي زه هم ريباران لرم او د خلکو خوښېږم.

ما شخصاً دا کار کړی، ځکه ما به مې خپله مور ليده چې زما حالت ته ځورېده، ځکه د نورو نجونو غوندې چاغه او ښکلې نه وه او هر څوک چې به ورسره مخ شوه، پر ما د زړه خوږۍ په دود به يې ورته ويل الا درته مړه شم، دا ولې داسې ده.

مور به مې دې خبرو ته اوبه اوبه کېده او پر ما به يې سخت زړه خوږېده. بيا چې خارج ته راغلم او ټولګي ته به ولاړم، هر چا به رانه پوښتل څه وکړم چې ستا غوندې ډنګره شم؟ څه خورې؟ بيا به يې راته ويل دا ويښتان دې څومره ښکلي او تاو تاو دي. دا پوستکی دې څنګه داسې غنم رنګ دی، کوم کريم استعمالوې؟

دستي مې ټليفون راوخيست، خپلې مور ته مې زنګ وواهه او ورته ومې ويل:

مورې! دوی مې په ډنګرتوب مړه دي، په غنم رنګ پوستکی مې مړه دي، په شډلو ويښتانو مې مړه دي.

دا ډېر غټ توپير و، دې نړۍ له هغې نړۍ او دې جغرافيې له هغې جغرافیې سره ډېر توپیر درلود، دوی ته دومره جالبه وم چې هر چا غوښتل واده راسره وکړي. اوس نو د پخوا په څېر نه وم، خپل ډنګرتوب، خپل رنګ او خپلو شډلو ویښتانو ته نه ځورېدم. ورو ورو دې حقيقت ته متوجه شوم چې هر څنګه يم، ښکلې يم.

له خپل بدن، خپل رنګ او خپلو ويښتانو سره مې مينه پيدا شوه. اروپايي پارلمان ته چې د وينا له پاره تلم، پر ټوله لار او بيا هال کې دننه خلکو د خپل فکر او خبرو په وجه دومره تشویق کړم، چې ځان رانه هېر شو.

بيا به مې دې ته هېڅ پام نه ؤ، چې څه ډول آرايش وکړم او څه واغوندم.

ټول فکر به مې دې ته و چې څه ووايم؟؟!

موږ ښځې ځکه په احساس کمترۍ اخته يو چې خلک او نړۍ مو په اړه مختلف نظريات لري.

د مردسالارۍ ذهنيت راباندې حاکم دی.

موږ ځکه ښې نه يو چې د دوی او نړۍ په معيارونو برابرې نه يو.

موږ هغسې نه يو چې د دې او هغه ځای د مود او فېشن معيارونه يې وايي.

دا ټول بکواس او درواغ دي.

باور وکړئ، زه د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه يم.

زه ولې دا خبره کوم، په دې خاطر چې تر دې وروسته کله خپل کور ته ولاړو، نور بايد د خپل چاغوالي، ډنګروالي، سپينوالي، توروالي، شونډو، غومبرو او ويښتانو په اړه هيڅ فکر ونه کړو. دا باید خپلو نارينه وو ته هم ووايو چې موږ هغسې نه يو چې تاسې فکر کوئ، موږ بايد نور زموږ په اړه د دوی منفي باورونو ته “نه” ووايو.

راځئ دا کار له ځان او خپلې کورنۍ پيل کړو، موږ ډېر څه کولی شو، موږ کولی شو خپله نړۍ د ژوند کولو له پاره په يوه ښکلي ځای بدله کړو او په لوړ غږ ويلی شو چې اوس زه خپله يو مود يم، معيار یم او د بل هېچا او هېڅ شي پروا نه لرم!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ