فبروري 25, 2021

مادهوري د عالیه صفتونه کوي؛ وايي د بهټ په لیدو ځواني وریادیږي

د بالیوډ سینما د تېر وخت ښکلې فلم ستورې مادهوري دکشت وایي د عالیه په ليدو خپله ځواني وریاديږي.
مادهوري د عالیه بهټ نور صفت هم کړی او د هغې سینمايي ژوند یې هم ستایلی.
ادردو نیوز خبري ویپاڼه وایي، مادهوري دکشت ویلي چې کله عالیه وګوري نو خپل تېر وخت وریادیږي او په خبره یې چې د خپل تېر سینمايي ژوند یادونه یې تازه کیږي.

نوموړې د عالیه په تړاو دغه خبرې داسې مهال کړي چې مادهوري او عالیه دواړه د یوه فلم لپاره انتخاب شوی.
د فلم دغې ستورې مېرمن دکشت زیاته کړې، چې دوی دواړه د یو بل ډېر قدر کوي.
مادهوري د عالیه بهټ ډانس یا نڅا هم بې صفته نه ده پرېښې او ویلي یې دي چې کله چې عالیه نڅیږي نو ډېره ښکلې ښکاري.
دې لا پسې زیاته کړې چې د عالیه په لیدو خپل هغه یادونه ورتازه کیږي کله چې یې تازه د فلم نړۍ ته قدم ایښی و.
دا زیاتوي چې د دغه ښکلې ستورې سره په یوه فلم کې د کار کولو تجربه هم ډېره ښه وه.
د یادولو ده چې عالیه بهټ او مادهوري دکشت دواړه د لومړي ځل لپاره په یوه فلم کې راښکاره کیږي.