البيروني پوهنتون

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.
البيروني پوهنتون خپلې لومړنۍ چارې په ۱۳۷۷ کال کې پیل کړې چې له جوړېدو یې تر اوسه پورې شل کلونه تېرېږي. دغه پوهنتون په لومړي سر کې یوازې څلور پوهنځي درلودل چې بیا وروسته ورته پنځه نور پوهنځي هم منظور شول. د البيروني پوهنتون رییس پوهنمل دوکتور ضیا الرحمان رویین وایي، دغه پوهنتون اوس نهه پوهنځي لري چې له طب، انجنیرۍ، حقوقو او سیاسي علومو، اقتصاد، کرنې، ژبو او ادبیاتو، شرعیاتو، ښوونې او روزنې او ژورنالېزم پوهنځیو څخه عبارت دي.
د ښاغلي رویین په وینا، طب، شرعیات، حقوق او انجنیري هغه پوهنځي وو چې د پوهنتون له تاسیس سره سم یې خپلې چارې پیل کړې دي. وروسته اړتیا ته په کتو او د لوړو زده کړو وزارت په منظورۍ پنځو نورو پوهنځیو هم پکې په فعالیت پیل وکړ چې اوس يې په ټولو نهو پوهنځیو کې ګڼ شمېر محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي.
د پوهنتون رییس وایي، په تېر (۱۳۹۶) کال کې یې د محصلینو شمېر ۷۲۲۸ تنه و چې له دې ډلې ۱۵۴۷ تنه یې نجونې وې. دی وایي د پوهنځیو د جوړېدو نېټې ته په کتو سره د فارغ شویو محصلینو دورې توپیر کوي. د ده په خبره هغه پوهنځیو چې د پوهنتون له جوړېدو سره یې سم پر فعالیت پیل کړی دی، تر اوسه پورې یې د لېسانس په کچه ۱۶ دورې محصلین فارغ کړي دي.
د البيروني پوهنتون ټولټال ۱۷۹ استادان لري. په دې ډله کې ۱۱ تنه یې ښځینه استادانې دي چې اوسمهال یې دوه تنه په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوختې دي. د البيروني پوهنتون۱۱ تنه استادان د دوکتورا، ۶۵ تنه د ماسټرۍ او پاتې نور یې بیا د لېسانس په کچه زده کړې لري. همدا راز اوسمهال د دغه پوهنتون ۱۲تنه استادان په بهرنیو هېوادونو کې د دوکتورا او ۴۲ نور د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دي.
د ښاغلي رویین په وینا په البيروني پوهنتون کې تر اوسه پورې د ماسټرۍ کوم پروګرام نشته، خو هڅه کوي چې په لومړي سر کې د دغه پوهنتون په شرعیاتو پوهنځي کې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، ځکه دغه پوهنځي ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د ماسټرۍ د پروګرام لپاره اړین دي. ښاغلی رویین وایي، د وخت او خلکو غوښتنې ته په کتو سره به ډېر ژر د انجنیرۍ په پوهنځي کې لومړی د کمپیوټر اړوند یوه څانګه جوړه کړي چې وروسته بیا د کمپیوټر ساینس پوهنځي د جوړولو تکل لري.
البيروني پوهنتون د ښځينه او نارينه محصلینو لپاره د لیلیې سیسټم هم لري. د پوهنمل رویین په وینا ۱۶۴۵ تنه محصلین چې له دې ډلې ۲۴۶ تنه یې نجونې دي، د پوهنتون په لیلیه کې ژوند کوي او ټول اړین امکانات ورته برا بر شوي دي. دغه راز د ۱۳۹۹ نورو محصلینو لپاره بیا بدل اعاشه ورکول کېږي چې ډېری محصلینو یې پوهنتون ته نږدې خونې کرايه کړې دي.
د البیروني پوهنتون رییس ښاغلی پوهنمل دوکتور احمد ضیا رویین وایي، د تدریسي ودانیو د کمښت له کبله دوی په دوو وختونو کې محصلینو ته زده کړې ورکوي. دغه راز د البيروني پوهنتون د شپې پوهنځي هم لري. هغه محصلین چې د ورځې له خوا په دولتي او غیر دولتي ادارو کې دندې لري، د شپې له خوا ورته په دغه پوهنتون کې د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
دغه پوهنتون تر اوسه پورې ځانګړی او عمومي کتابتون نه لري. د پوهنتون رییس وایي، د پوهنځیو په کچه کوچني کتابتونونه لري، خو د پوهنتون په کچه داسې کتابتون چې د ټولو محصلینو اړتیا پوره کړي او ستونزې یې حل کړي، شتون نه لري. د ښاغلي رویین په وینا له پوهنتون څخه د باندې لوی کتابتون شته چې د محصلینو ستونزې او اړتیاوې یې تر یوې کچې پورې پوره کړې دي، خو په نږدې راتلونکي کې د یوه لوی او جامع کتابتون چې پر کمپیوټري او انټرنېټي خدمتونو به سمبال وي، د جوړېدو تکل لري تر څو محصلین او استادان وکولی شي مطالعه او څېړنه پکې وکړي.
د البيروني پوهنتون له بهرنیو پوهنتونونو سره تر اوسه پورې په لوړه کچه اړیکې نه لري. د پوهنتون رییس وایي، یوازې د ایران له یوه پوهنتون او یوه انسټيټیوټ سره علمي اړیکې لري، خو هڅه یې دا ده چې د نړۍ له بېلا بېلو مشهورو پوهنتونونو سره په اړیکه کې شي تر څو وکولی شي په اړونده برخه کې د نړۍ د مشهورو پوهنتونونو مرستې او همکارۍ راجلب کړي او استادانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړي. نوموړی وایي، د کابل له مرکزي پوهنتون او طبي پوهنتون سره اوسمهال ژورې علمي اړیکې او تړونونه لري.
اقتصاد پوهنځی په ۱۳۹۲ کال کې د البيروني پوهنتون په چوکاټ کې تأسیس شوی دی چې اوسمهال په دوو ډیپارټمنټونو، بانکي چارې او اداره او تشبثاتو په برخه کې محصلین روزي.
د ښوونې او روزنې پوهنځي د بنسټ ډبره د البيروني پوهنتون په چوکاټ کې په ۱۳۸۹ کال کې اېښودل شوې ده. اوسمهال د دغه پوهنځي په اوو ډيپارټمنټونو کې محصلین پر لوړو زده کړو بوخت دي چې له، اسلامي او فرهنګي علومو، تاریخ، جغرافیې، کیمیا، ریاضي او فزیک څخه عبارت دي.
البيروني پوهنتون اوسمهال نهه پوهنځي لري، خو دغه نهه پوهنځي یوازې په دریو ودانیو کې ځای پر ځای شوي دي. د دغه پوهنتون رییس وایي، د تدریسي ودانیو، د لیلیې لپاره د ودانیو، لابراتوارونو، کتابتون او دغه راز د شنې ساحې د نشتون له کبله د دوی اداره او محصلین دواړه له ستونزو سره مخ دي.
د البيروني پوهنتون رییس وایي، د پوهنتون د جوړېدو شل کاله کېږي، خو دوی تر اوسه پورې یوازې درې تدریسي ودانۍ لري. کلونه کېږي چې د پوهنتون په د ننه کې د سړکونو د جوړېدو نقشې جوړې شوې دي، خو لا یې هم عملي چارې نه دي پیل شوې. د ده په خبره افغان حکومت او لوړو زده کړو وزارت تر ډېره په مرکزي پوهنتونونو او هغو پوهنتونونو تمرکز کړی چې په لومړۍ او دویمه درجه ولایتونو کې راځي. که څه هم چې کاپیسا په مرکزي ولایتونو کې راځي، خو تر اوسه پورې هغسې چې لازمه ده پام نه دی ورته شوی. ښاغلی رویین له افغان حکومت او لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې د شنې ساحې په جوړولو او د ودانیو په جوړېدو کې ور سره مرسته وکړي تر څو محصلین وکولی شي د یوې سپېرې دښتې پر ځای په یوه شنه فضا کې په ارامۍ زده کړې وکړي.
که څه هم چې د البيروني پوهنتون امکانات کم دي، خو د نورو هغو پوهنتونونو په پرتله چې په ولایتونو کې دي، په کلني ډول ډېر محصلین جذبوي. دوکتور رویین وایي دوی هر کال له ۱۸۰۰ تر ۲۰۰۰ پورې نوي محصلین په بېلا بېلو پوهنځیو کې جذبوي.




وروستي مطالب