ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي

د ۲۰۱۹م په زړه‌پورې اختراعوې

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

امریکایي ټایم اونیزه هر کال تر ټولو ښې اختراعګانې معرفي کوي، چې نړۍ د هغو په وسیله ښه او په زړه‌پورې کېږي.
دا اونیزه د لړلیک د تدوین لپاره هر کال کاندیدان د بېلابېلو راپورونو او خبریالانو له خوا رابولي، وروسته له هغې د هر رقیب اختراع نظر په کلیدي فاکتورونو، لکه موثریت، خلاقیت، نوښت او ګټې اخیستنې ارزول کېږي.

العربیه نت د ۲۰۱۹م د ۱۰۰ اختراعوو څخه ۱۰ عدده چې په ژوند کې مهمې او اغېزلرونکې دي، د هغو لومړیتوبونو پر بنسټ غوره کړي چې دا اختراعګانې وکولای شي د خلکو ژوند ښه او آسانه کړي.

هِدفون (غوږۍ)

طبي نوې غوږۍ جوړې شوې چې غږ قوي کوې او جانبي پارازیتونو کې کمښت را ولي. دا غوږۍ په داسې سانسورونو مجهزې دي چې د مصنوعي هوښ پر بنسټ کار کوي او د ځیرک دستیار په توګه، پوښتنو ته شفاهي ځواب او د مکالمې ژباړه له بهرنیو ژبو د کاروونکې ژبې ته برابروي.

دا ویونکې طبي غوږۍ همدارنګه د مشرانو (غټانو) لپاره د لوېدلو پر وخت د خبرتیا او سلامتۍ عاجلو حالاتو او وجودي فعالیتونو له حفاظتي قابلیتونو څخه برخمنې دي.

طبي ویونکې عینکې

هغو کسانو لپاره چې بینایي ستونزې لري دا اختراع د هغوی د ژوند په بدلون کې اغېزمنه کېدای شي. دا اختراع د ویونکو عینکو په توګه توصیف شوې، چې د مصنوعي هوښ دستګاه ده. دا دستګاه کولای شو د هرې عینکې له قالب/ فرم سره وصل کړو، د څېرې، نقدو پیسو د پیژندلو او نبیکل شویو متونو د ویلو له قابلیتونو څخه برخمنې دي. له دې نوې ټکنالوژۍ څخه کولای شو د هغو کسانو د مرستې لپاره چې په لوستلو کې ستونزه لري او یا د لوستلو مهارت یې ضعیف دی، ګته واخلو.

بیناځیرک او خبر ورکونکی لرګی

کورست سیلان چې ړنده ده، د نوموړي اخترع (وي واک) مخترع ده. دا اختراع په واقعیت کې ځیرکه لکڼه (عصا) ده، چې خنډونه او شیان پېژني، چې د کاروونکي په سینه دي. دا لکڼه له بېلابېلو آپلېکېشنونو او د ګوګل نقشې سره د وصل قابلیت لري.

له هوا څخه د څښاک د اوبو تولید

دا اختراع په دفتر کې د اوبو د کولر په شان عمل کوي، د هوا د رطوبت په فلتر کولو د څښاک اوبه چمتو کوي.
دا تازه اختراع چې په برقي او شمسي انرژي کار کوي د ورځې ۷ ګېلنه اوبه چمتو کولای شي. دا شی چې اوبه په څو مرحلو کې تصفیه کوي، په ککړو سیمو کې د پاکو اوبو تولید تضمین کوي.

له لرې لارې څخه د سترګو په وسیله کنټرول

د دې ټکنالوژۍ په واسطه کولای شو له لرې لارې څخه د سترګو په واسطه ټبلېټ،کمپیوټر او تلویزیون کنټرول کړو. دا اختراع د هغو کسانو لپاره اړینه ده چې جسمي معلولیت لري. کاروونکی کولای شي چې یوازې د سترګو په خوځوولو دکمې لمس کړي او هر هغه څه چې غواړي ولټوي او ثبت یې کړي. د جو اسپیس په آند اوس هغه کسان چې جسمي معلولیت لري قادر دي چې په خپل زړه تلویزیوني چینلونه بدل کړي.

د ګیرې خرییلو ځیرک ماشین، الوتونکې مزارع، طبي او هوښیاره څوکۍ، فینګر پرینټ/ هوښیار قفل، تل تازه خواړه، د دې لس اختراعګانو له جملې څخه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ