د اکشي کمار د منفي رول لرونکي فلم 2.0 تر ریلیز وړاندې له ۱۰۰ کروړه زیاتې پیسې ګټلي

د هندوستان په سېنما کې تر ټولو په ډېر لګښت جوړیدونکي فلم 2.0 له ریلیز یا په سېنما په پردې له روښانه کېدو وړاندې تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پيسې وګټلې.
2.0 د نوموتي فلمي ستوري اکشي کمار او راجنی کانت فلم دی چې د ساینس پرمختګ په کې ښودل شوی.
د 2.0 لپاره مینوال په بې صبرۍ انتظار باسي او د فلم کتلو ته تلوسه کې دي نو همدا لامل دی چې فلم له ریلیز وړاندې ۱۲۰ کروړه روپیو ګټه کړې ده.
دغه فلم دا ګټه په مخکې له مخکې یا پیشکۍ ټکټ اخیستنه کې کړېده ده. د هندۍ سېنما د فلم شنونکي رمیش بالا په یوه ټویټ کې ویلي د تمیل سېنما په تاریخ کې لومړی ځل دی چې ایډوانس بکنګ یا مخکې له مخکې ۱۰۰ کروړه څخه د زیاتو پیسو ګټه کوي.
د بالیوډ شنونکي وایې، فلم 2.0 به د ریلیز په لومړۍ ورځ د امتیابهـ بچن او عامر خان د ټهګز اف هندوستان فلم هغه ریکارډ هم مات کړی چې د فلم د روښانه کېدو په لومړۍ ورځ یې زیاتې پيسې ګټلې وې.
د یادولو ده چې د 543 کروړه په لوی لګښت جوړ شوی فلم 2.0 نه یوازې د هندوستان بلکې په ټوله نړۍ کې د ۱۰ د زیاتو لګښت لرونکو فلمونو په قطار کې راځي.
د دغه هيرو راجني کانت او فلم ستوري اکشي کمار تر دې وړاندې په کوم دومره لوړ لګښت لرونکي فلم کې کار نه دی کړی.
په دغه فلم کې اکشي کمار په منفي رول کې دی چې د نړۍ د تباه کېدو په هڅه کې ښکاري په داسې حال کې چې راجني کانت په فلم کې په ډبل یا دوګوني رول کې معلومیږي چې د اکشي کمار مقابلې لپاره میدان ته درومي.
په فلم کې راجني کانت یوه د ساینسپوه او بل د ماشنینی سړي یا روبوټ رول لوبولی دی. یاد فلم به د روانې میاشتې په ۲۹ د نومبر د سېنما پر پردو روښانه شي.