د اکشي کمار په (مشن منګل) فلم کیسه باندې د غلا تور

د بالیوډ د زیار کښ فلم ستوري اکشي کمار د راتلوونکي فلم (مشن منګل) کیسه باندې د غلا تور لګول شوی.
امریکايې الاصله هندوستاني فلم جوړونکي رادها بهردواج د راتلونکي فلم کیسه باندې تور لګولی چې ګنې له ده یې پټه کړې ده.
فلم ستوري اکشي شا اوخوا دوه اوونۍ وړاندې په ټوئټر باندې په فلم (مشن منګل) کې د خپل کار کولو اعلان کړی وه او لیکلي ول چې دا فلم د هغو عامو خلکو د توان رښتیني کیسه کومو چې د خپلو خوبونو د پوره کېدو فکر هم نه کاوه.
نوموړي د دې تر څنګ لیکلي وه چې اټکل دی دغه فلم به یې راتلونکی ۲۰۱۹ کال د اګسټ په میاشت کې د سېنما پر پردو روښانه شي. خو تر اوسه لا د فلم شوټینګ نه دی پيل شوی چې د فلم په کیسه د غلا تور ولګېده.
د رسنیو رپوټ له مخې، امریکایي نژاده هندوستاني فلم جوړونکي رادها بهردواج تور لګولی چې د فلم جوړولو کمپنۍ ایلپسیس انټرټیمنټ د کاپي رائټ له حقوقو سرغړونه کړې ده.

مشن منګل

د دغه پروډکشن په خبره د دوی د دغه فلم کیسه په ۲۰۱۶ ميلادي کال کې پروډیوسر اتول کاس بیکر ته اورولې وه او ترې وروسته کاس بیکر سټوډیو دغه کیسه د فلم له ستورې ودیا بالن سره شریک کړه او تور لګوي چې ودیا بالن د دغه فلم نظریه غلا کړې ده.
فلم جوړونکي رادها بهردواج وایي، د دغه فلم سکرپټ یې د امریکا د کاپي رایټ په دفتر کې په ۲۰۱۶ کال کې ثبت(رجسټر) کړی هم دی، نوموړي ویلي چې ددې کیسې په حقیقت اکشي کمار، ډله یې او امریکایي شریکان یې هیڅ معلومات نه لري، خو زیاتوي اوس یې په تړاؤ ورته له حقیقت څخه پرده پورته کړه او هيله لري چې به لاس په کار شي.
هغه زیاتوي؛ ټول هغه کاغذونه ورسره شته چې ثابتولی شي چې په ۲۰۱۴م کال کې پر دغه کیسه څومره کار کړی.
بهردواج د خپلې کیسې د غلا کولو له امله د فلم (مشن منګل) د ریلیز کېدو په خلاف هم قانوني شکایت کړی.
وکیل یې ویلي د منګلیانو ژوند ډېرې کیسې لري مګر د دغه د موکیل رادها لخوا لیکل شوې کیسه د یوه مېرمنې په ژوند چې انجینره ده برابره شوې، چې په یوه ځانګړي ماموریت کار کوي.
د یادولو ده چې ددغه فلم په لوبیزه ډله کې د اکشي کمار سربېره سوناکشي سنها، تاپسې پانو، شرمن جوشي، کیرتي کلهاري، نتیا مینن او ودیا بالن هم شامل دي.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ