رسنۍ سینما او موسیقي

د اکشي کمار پر خلاف د بابي دیول افشا ګري

ژباړه: نسیمه محمدي

د راپورونو پر اساس، “بابي دیول” د هندي سینما ستوری او د بالیووډ د ستر ستوري ” درمندر” زوی، په خپله وروستۍ مرکه کې، د بالیووډ او فلم جوړونکو په اړه رازونه په ډاکه کړي.

بابي دیول په دغه مرکه کې ښکاره کړه، چې د (اجنبي) فلم کې هغه رول چې اکشی کمار په غاړه لري، لومړی ده ته ورکړل شوی وو، خو په پای کې اړ شو، خپل رول د اکشي د رول سره بدل کړي.

نوموړي د دغه رول اړوند په مرکه کې وویل:

په اجنبي فلم کې د ‘وېکرام’ رول ما ته وړاندیز شوی وو، خو د فلم جوړولو ټیم، ناڅاپه زما رول اکشي ته وسپاره او د اکشي رول یې ماته راکړ، چې دا کړنه سبب شوه چې زه په رښتیا شاک ووینم. دا صنعت په رښتیا بېرحمه دی.”

د بابي دیول د وینا سره سم، په لومړي قرارداد کې هغه د منفي شخصیت په توګه ټاکل شوی وو، خو فلم ډایرېکټر د جووړونکي ټیم او لوبغاړو سره، چې د دیول په وړاندې وو، تر مشورې وروسته پرېکړه وکړه چې د دیول او اکشي رولونه دې بدل شي.

د ویلو وړ ده، چې اکشي کمار د اجنبي فلم چې د ۲۰۰۱م تولید دی، دفلم فیر د غوره منفي رول لرونکي جایزه هم تر لاسه کړې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ