اکرمن: افغانان له قوي لوبډلو سره یوازې لوبه نه، بلکې ماتول یې غواړي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي د توپوهني نوی ټاکل شوی روزونکی ایچ ډي اکرمن وايي، چي افغان لوبډله یوازي دا نه غواړي، چي له قوي هیوادونو سره ولوبیږي، بلکي غواړي قوي هیوادونو ته ماتي هم ورکړي.
د کرکټ په برخه کي د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo)سره ایچ ډي اکرمن د افغان لوبډلي لپاره پر راتلونکو پلانونو او دې ته ورته نورو مسائیلو تازه مرکه کړې.
ایچ ډي اکرمن د افغان کرکیټ ملي لوبډلي په اړه یاده مرکه کي ویلي:

«هغه استعدادونه چي افغانستان یې لري هیڅ یوه لوبډله یې نلري. افغان کرکیټ ملي لوبډله یوازي دا نه غواړي، چي د قوي لوبډلو سره ولوبیږي، بلکي غواړي قوي هیوادونو ته ماتي ورکړي. زه نه پوهېدم، چي افغان لوبغاړي په زیاته اندازه کرکیټ ته لېواله دي. موږ فکر کوو، چي کرکیټ په هند، سریلانکا او جنوبي افریقا کي اوج ته رسېدلی، خو نه دا خبره غلطه ده، بلکي افغان لوبډله هم یو له هغو لوبډلو څخه ده، چي باید په نړیوال کرکیټ کي حساب پرې وشي.»
i اکرمن: افغانان له قوي لوبډلو سره یوازې لوبه نه، بلکې ماتول یې غواړي

اکرمن خپلو څرګندونو کي ویلي، چي افغان لوبډلي د نورو هیوادونو په پرتله خورا په چټکۍ پرمختګ وکړ او ډېر ژر یې د ښو لوبغاړو په مټ نړیوالو ته ځان وښایه.
هغه ویلي، چي موږ باید همېشه د ایرلینډ غوندي لوبډلو سره سیالۍ ترسره نه کړو، بلکي د آسټرالیا، بنګله دېش، سریلانکا او جنوبي افریقا غوندي قوي لوبډلو سره په بیلابیلو فارمټونو کي ولوبیږو تر څو افغان لوبډله لا پرمختګ وکړي او لوبغاړي مو لا ډېر څه زده کړي.
ښاغلی اکرمن وايي، سږ کال به زموږ ډېره تکیه د کرکیټ پر نړیوال شل آوریزه جام او آسیا شل آوریزه جام وي.
هغه زیاته کړه:

«سږ کال به زموږ ډېره تکیه د کرکیټ پر نړیوال شل آوریزه جام او آسیا شل آوریزه جام وي. دا دواړه جامونه ممکن د کرونا ویروس له امله وځنډیږي، خو موږ باید دواړو جامونو ته په هره برخه کي پوره چمتوالی ونیسو. زموږ یوازینۍ ستونزه داده، چي ډيري سیالۍ مو ندي ترسره کړي. موږ ته په کار ده چي هم په یو ورځنیو او هم په شل آوریزه فارمټ کي زیاتي لوبي ترسره کړو، تر څو مو لوبغاړي ډېر څه زده کړي او لا قوي شي.»

ایچ ډي اکرمن د سویلي افریقا پخوانی ښی لاسی توپوهونکی دئ، چي ۴۶ کلن دئ او د روان ۲۰۲۰م کال په جنوري میاشت کي د ملي لوبډلي د توپوهني روزونکی وټاکل شو.
نوموړی په ۹۰مه لسیزه کې د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلور ټېسټ سیالیو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د انګلستان په کاونټي کرکټ سیالیو کې لوبه کړې ده.
اکرمن د کرکټ په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له ۲۰ زره زیاتې منډې کړې دي او په مسلکي کرکټ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
نوموړي د سویلي افریقا په کورني کرکټ کې هم د روزنې په ډګر کې د الف، او ایمرجېنګ کرکټ ملي لوبډلو سره د مشر او توپوهنې د روزونکي او همدارنګه د نامیبیا کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.
د سویلي افریقا یاد توپوهونکی بیا په ۲۰۰۵ کال کې د یوه تړون له مخې، له سویلي افریقا انګلستان ته کډه شو او هلته د لیسټرشایر کرکټ د کاونټي لوبډلمشر په توګه وټاکل شو.

About ياران ټیم 3433 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.