شعیب اختر؛ سرفراز احمد دې لوبډلې مشري پریږدي

لیکنه: بهار سمسور
وروسته تر هغې،چې په وروستي نړیوال جام کې پاکستان ښه ونه لوبیده،پر لوبډله خاص کر لوبډلمشر باندې له لر او بر انتقادونو زور واخیست.
دا لړۍ لا هم ادامه لري،چې د مینوالو وروسته پخواني کریکټ لوبغاړي،مبصرین او نور د پاکستانۍ کریکټ لوبډلې نه یوازې د لوبډلمشر بدلون ضرورت ګڼي،بلکې د روزونکو په اړه یې هم انتقادونه شتون لري.
وروستۍ ګوت څنډنه بیا د پاکستاني پخواني چټک توپ اچونکي شعیب اختر ده،چې وایي؛

«سرفراز باید پر خپل ویکټ ساتنه او توپ وهنه کار وکړي، په دې برخو کې دې خپل مهارتونه زیات کړي،هغه د هیڅ فارمټ د لوبډلمشرۍ لپاره جوړ نه دی.»

شعیب اختر چې پر یوټیوب چاینل په یوه لایف ویډیو کې یې خپل د زړه بړاس ایستلی زیاتوي، د لوبډلمشر بدلون ته ضرورت دی،هارېس سوهیل یو بهترین اپشن دی،د یو ورځینیو او شل اوریزه لوبو لپاره وړ کس دی.د ټېسټ فارمټ لپاره زما له نظره بابر اعظم یو ښه کپتان کیدلی شي،هغه ښې منډې کوي.

شعیب اختر د پاکستان لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په اشارې وایي؛ن وموړي د لوبډلې په اړه خبرې کړي وې،چې تر نړیوال جام وروسته یې سمول اړین دي.
اختر وایي:

«په راتلونکي نړیوال جام کې، دا لوبډله به ډېره ښه ولوبیږي، که عمران خان خپله وعده پوره کړه ځوان لوبغاړي رامخکې شي،دا به د نړۍ قوي لوبډله وي.»

د شعیب اختر دا ځانګړې تبصره په داسې موقع مخې ته راځي، چې د نړۍ زیاتره هغه لوبډلې، چې په دې نړیوال جام کې یې ښه کریکټ ونه کړ لوبډلمشرانو یې خپل موقیفونه وبایلل او ځینې لوبغاړي هم له لوبډلو کینول شو.
پاکستانی لوبډلمشر سرفراز احمد نه یوازې دا، چې پر لوبډلمشرۍ او کارکردګۍ یې انتقادات کیږي، تر څنګ یې د لوبډلمشر په توګه د فشار د زغملو ،د لوبغاړو د تنظیم،او د تېروتنو پر وخت لوبغاړو ته د حوصلې د ورکړې طاقت هم نه لري او کول (عادي حالت)او روحیات ژر بایلي چې په لوبغالي کې له لوبغاړو سره د سم سلوک د نه کولو په وجه ترې اکثریت لوبغاړي خفه دي،هم یې ورسره اړیکې ترینګلي شوي دي.