اختر مېوې دوه ډوله دي: تازه او وچه مېوه.
موږ دلته تاسو ته د وچې مېوې ګټې را اخیستي، څو د خوند تر څنګ یې د ګټو لپاره هم وخورئ.
بادام:
پسته:
غوزان:
مټک یا چهار مغز د ذهن او ماغزو د پیاوړتیا لامل ګرځي. د بېخوبۍ مخه نیسي، زړه ته ګټه لري. پروټين لري، د زړه د ناروغۍ، شکر، سرطان، د بډوډو د ستونزو، د کیسه صفرا( صفراوي ستونزو) مخه ډب کوي. د هضمي سیسټم ګډ وډۍ ورکوي. د میکروب ضد دی، د التهاب مخنیوی کوي.
نخود او ممیز:
ممیز یا وڅکو ته« کوچنی الماس» هم وايي. د دې دواړو خوند بېساری دی؛ خو ګټې یې تر هغې هم خوندورې دي. دا دواړه( نخود او ممیز) د لوږې مخنیوي کوي. کلسټرول سموي او کموي یې. د پوستکي د زړښت مخنیوی کوي او ګونځې یې ورکوي. د وجود دفاعي سیسټم قوي کوي. نخود او ممیز د زړه ملګري دي او له ناروغیو یې ساتي. انتي اکسیدانټ دی او انرژي تولیدوي. کلسیم لري، هډونه قوي کوي. د شکر/ دیابت مخه نیسي. هضمي سیسټم ساتي او کمخوني ورکوي. له سرطانه پر اخته کېدو انسان ساتي. سترګو ته ګټه لري او غاښونه له خرابېدو ساتي. بېخوبي لرې کوي او د وینې لوړ فشار جوړوي. هر ډول جنسي ستونزې ایسته کوي.
کاجو:
د پوستکي د ګونځو طبیعي درمل دي. د ويښتانو له سپینېدو، تویېدو مخنیوی کوي. هضمي سیسټم ته ګټه لري. د شکر مخه نیسي. د وینې غوړ او کلسټرول ورکوي. وزن کموي؛ خو ډېر خوړل یې انسان چاغوي. د سرطان مخه نیسي او قبضیت ته ګټور دي. کمخوني لرې کوي او زړه ته ګټه لري. د جیګر غوړ ایسته کوي.
وچ توت:
هضمي سیسټم له ناروغیو ساتي. خورا مغذي مواد لري. د رګونو د هر ډول ستونزو مخه نیسي، مانا نه پرېږدي چې وینه پکې غوټه شي یا رګ بند شي. د سرطان ضد دي. جیګر او بډوډو ته ګټه لري. جنسي ستونزې لرې کوي. د زړښت ضد دی. انټي اکسیډانټ لري. خورا سي ويټامین لري چې تر ماټې هم پکې ډېر دي. پروټين، وسپنه او کلسیم لري.
سیمیان: د وچو مېوو په مینځ کې یې خلک اختر ته راوړي. له نخودو جوړېږي، ښايي ګټې یې هم یو شی وي؛ خو تاوان یې دا دی چې ډېر خوړل یې معده ژوبلوي او پر مخ بخار خېژوي.
سرچینې: بېلابېلې
مېرمنې/ مینې سره د خبرو لپاره دا۱۰ موضوعات وټاکئ
Advertisements ژباړه: حماد هلال ځیني کارونه په ژوند کې شته، چې ترسره کول یې فشار لري: په لومړي ځل دنده، د کوم څه سند ترلاسه کول (فراغت) او د مینې سره خبرې کول. د مینې/ژوند ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي