اکاش چوپړا؛ راشدخان به هره لوبه کې دوه یا درې وېکټې اخلي

د هندوستان کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر اکاش چوپړا ویلي، چې راشدخان به راتلونکي آی پي اېل کې زیاتې وېکټې ترلاسه کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې هغه به هره لوبه کې دوه یا درې وېکټې ترلاسه کوي.

دلیل یې دا دی چې راشدخان سږ کال په داسې ویشتن ځایونو لوبې کوي، چې سپېن بالېنګ ته خورا مساعد دي.

د اکاش چوپړا په خبره راشدخان خپل لومړني پنځه مېچونه په چینای ایالت کې کوي، چې د سپېن بالېنګ لپاره خورا برابر دي.

ورسره به ۴ نورې لوبې د ډیلي ښار په ویشتن ځایونو ترسره کړي، چې دا پیچونه هم د سپېن بالر لپاره ملاتړي دي.

راشدخان به له ۱۴ لوبو څخه ۹ یې په داسې میدانونو ترسره کړي، چې د سپېن توپ اچونې لپاره جوړ دي.

راشدخان او آی پي اېل کې یې لوبې

راشدخان چې کله په ۲۰۱۷ کې آی پي اېل ته ولاړ نو په لومړي کال کې یې د نړۍ مشهور لوبغاړي، لکه اېرون فېنچ، سورېش رېنا، برېنډن مکالم، ویرات کولي، ایم ایس ډوني، کرېس ګېل او ځېنې نور وسوځول.

په ۲۰۱۸ کې بیا خورا مشهور شو او په ۲۰۱۹ کې ډېر زیات بیا وروسته له هغې مشهور شو، چې کله یې په توپ وهنه کې خپله لوبډله نیمه پایلوبې ته ورسوله او د کلکتې لوبډلې پر وړاندې یې خطرناکه توپوهنه وکړه او هم یې درې وېکټې ترلاسه کړې.

په دې لوبه کې راشدخان د لوبې د کار لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه او ډېری هندوانو هغه مهال د راشدخان ستاینه وکړه.

سږ کال هم درې افغان لوبغاړي له حیدراباد لوبډلې سره مل دي.

د آی پي اېل لوبو مهالوېش

د آی پي اېل لوبې سبا د جمعې په ورځ د اپریل په نهمه نېټه د افغانستان پر وخت ماښام شپږنیمې بجې د بنګلور او ممبیي لوبډلو په لومړۍ لوبه پرانیستل کېږي.

لومړۍ لوبه په چینای ایالت کې ترسره کېږي.

دویمه لوبه کې د چینای سوپرکېنګز او ډیلي لوبډلې دویمه لوبه په ممبيي کې ترسره کېږي.

درېیمه لوبه په چینای ایالت کې د سنرایزرز حیدراباد او کلکتې ترمنځ ترسره کېږي، څلورمه لوبه کې بیا راجستان او پنجاب لوبډلې مخ دي.

پنځمه لوبه کې کلکته او ممبيي بخت ازمایي، شپږمه لوبه کې حیدراباد او بنګلور لوبډلې لوبېږي، اوومه لوبه کې راجستان او ډیلي لوبډلې لوبېږي، اتمه لوبه کې پنجاب او چینای، نهمه لوبه کې ممبيي او حیدراباد، لسمه کې بنګلور او کلکته، یوولسمه کې ډیلي او پنجاب، دولسمه کې چینای او راجستان، دیارلسمه کې ډیلي او ممبيي، څوارلسمه کې حیدراباد او پنجاب لوبډلې مخ دي.

پنځلسمه لوبه کې کلکته او چینای، شپاړسمه لوبه کې بنګلور او راجستان، اولسمه کې پنجاب او ممبيي، اتلسمه لوبه کې راجستان او کلکته، نولسمه کې چینای او بنګلور، شلمه کې حیدراباد او ډیلي، یوویشتمه کې پنجاب او کلکته.

دوه ویشتمه لوبه کې ډیلي او بنګلور، ۲۳ مه کې چینای او حیدراباد، ۲۴ مه کې ممبيي او راجستان، ۲۵ مه کې ډیلي او کلکته، ۲۶ مه کې پنجاب او بنګلور، ۲۷ مه کې ممبيي او چینای، ۲۸ مه کې راجستان او حیدراباد، ۲۹ مه کې پنجاب او ډیلي، ۳۰ مه کې کلکته او بنګلور لوبډلې مخ دي.

۳۱ مه لوبه کې حیدراباد او ممبيي لوبډلې مخ دي او دا لوبه د مې میاشت په ۴ مه نېټه ترسره کېږي.

۳۲ مه لوبه کې راجستان او چینای، ۳۳ مه لوبه کې بنګلور او پنجاب، ۳۴ مه لوبه کې حیدراباد او چینای، ۳۵ مه لوبه کې ډیلي او کلکته، ۳۶ مه لوبه کې راجستان او ممبيي، ۳۷ مه لوبه کې چینای او پنجاب، ۳۸ مه لوبه کې حیدراباد او بنګلور، ۳۹ مه کې کلکته او ممبيي، څلوېښتمه لوبه کې ډیلي او راجستان، ۴۱ مه لوبه کې چینای او کلکته، ۴۲ مه لوبه کې پنجاب او ممبيي، ۴۳ مه لوبه کې حېدراباد او راجستان، ۴۴ مه کې بنګلور او ډیلي، ۴۵ مه کې کلکته او پنجاب، ۴۶ مه کې راجستان او بنګلور، ۴۷ مه کې چینای او ممبيي، ۴۸ مه کې ډیلي او حیدراباد، ۴۹ مه لوبه کې کلکته او راجستان، ۵۰ مه کې حیدراباد او پنجاب، ۵۱ مه کې بنګلور او ممبيي، ۵۲ مه لوبه کې کلکته او حیدراباد، ۵۳ مه لوبه کې ډیلي او چینای سوپرکېنګز، ۵۴ مه کې پنجاب او راجستان، ۵۵ مه لوبه کې ممبيي او ډیلي او ۵۶ مه لوبه کې بنګلور او چینای لوبډلې مخ دي.

کومې لوبډلې چې له ۱۴ لوبو څخه اووه وګټي دویم پړاو ته ځي.

له دغو ۵۶ لوبو وروسته بریالۍ لوبډلې غوراوي لومړۍ لوبې ته او دوه نورې لوبډلې یې ایلیمېنېټر یا حذف کوونکې لوبې ته رسېږي.

د آی پي اېل پایلوبه د مې په ۳۰ مه نېټه په احمد اباد ښار کې په نرېندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.