اپریل 12, 2021

اجي دیوګن د خپلې میرمنې مشهور فلم تر اوسه نه دی لیدلی

Advertisements

د هندۍ سیمنا مشهور فلم (دل والي دلهنیا لی جائیي ګي) د پخوانیو فلمونو له جملې هغه فلم دی چې زیات لیدونکي یې لرل او د فلم له مینوالو به ځینې خاص وي چې دغه فلم یې نه وي کتلی.
په دغه فلم کې د کاجول او شاه رخان مرکزی رول لوبولی و او د مینې او عشق له کیسو ډک فلم دی.
خو د کاجول خاوند اجي دیوګن تر اوسه دغه فلم نه دی کتلی او د دې لپاره ځانګړې لامل هم لري.
د بالیوډ ستورو کاجول او شاه رخ خان په ۱۹۹۵ کې د سینما پر پرده خپور شوی فلم کې (دل والي دلهنیا لی جائیي ګي یا (ډي ډي ایل جي) د هغه وخت مشهور فلم وو او زیات لیدونکي یې لرل خو د کاجول خاوند تر اوسه دغه فلم نه دی کتلی.
دغه فلم د ادتیه چوپړا په لارښوونه جوړ شوی او په هغه وخت کې یې په باکس افس کې ګټې وټې خلک حیران کړي ول، ځکه له ۱۰۰ کروړه روپيو څخه زیات تجارت کړی و.
د کن کرونیکل د رپوټ له مخې؛ کاجول ویلي، دا زما هغه فلم دی چې خاوند مې (اجي دیوګن) تر اوسه نه لیدلی، په خبره یې په دغه پوښتنه یې زیات ځلې له اجي څخه کړې، خو کوم د ډاډ وړ ځواب یې نه دی ورکړی.
کاجول زیاته کړې چې خاوند یې ورته ویلي، دا یوه ځانګړی لامل لري خو نشي کولی چې ورته یې ووایي.
کاجول ژورنالیستانو ته ویلي که دا ځلې یې خاوند په مرکه کې ورسره مخامخ شو، نو دا پوښتنه دې حتمن ورڅخه وکړي، تر څو دا هم پوهه شي چې ولې یې خاوند د دې فلم نه دی لیدلی.
دغې فلمي لوبغاړې زیاته کړې، دل والي دلهنیا فلم یې دومره له رومانس نه ډک فلم وه چې د هغوی چې دوستي وه مینان شول، خو هغوی چې مینان ول د واده فیصله یې وکړه او زیات ډیر خلک یې متاثره کړل.
د یادولو ده چې په دل والی دلهنیا لي جائیي کي فلم کې د کاجول سره مرکزي رول شاه رخ خان لوبولی او د اجي دیوګن په تړاوو مشهوره ده چې د شاه رخ خان سره یې د دوستۍ تارونه سست دي.
په یوه ویډیو کې کاجول هم دا مني خو وایي دا چې اجی او شاه رخ خان دوستي نه لري معنی یې دا نه ده چې له یو بل سره دې دښمني وپالي.
کاجول اوس مهال پر خپل فلم (هیلي کاپټر ایلا ) په جوړولو بوخته ده او شاه رخ په فلم (زیرو ) کې مصروف ښکاري په داسې مهال چې اجی هم په خپل فلم تانا جي: دي ان سنګ واریئر کې بوخت دی.

ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ