د روسیې ځواکمن ولسمشر ولادیمیر پوتین نه یوازې د خپل هېواد؛ بلکې په نړیواله کچه له مطرح ترینه او د بحث وړ سیاستوالو څخه دی.
په لومړي ځل یو غیره سړی توانیدلی، چې د هغه له شخصي الوتکې لیدنه وکړي او جزیات یې رسنیو ته ووایي.
په دې مطلب کې به د پوتین د الوتکې په اړه د هماغه کس په حواله رسنیز شوي جالب معلومات درسره شریک شي:
د الوتکې نندارچي څوک دی؟
د الوتکې نندارچي په یوه خطرناکه او استثنایي ناروغۍ یوازینی اخته روسی دی.
د هغه د حتمي او زر مرګ او نه درملنې موضوع معلومه ده. پوتین د همدردۍ له مخې د ارسلان په نامه دغه ځوان ته د خپلې الوتکې د نندارې او هم ورڅخه د فلم اخیستو اجازه ورکړه.
په عین حال کې یې د الوتکې د ځینو محرمو برخو د نه عکاسۍ هم ورته ویلي.
د الوتکې د نندارې پر وخت پوتین خپله ارسلان سره نه و، خو له کریملین ماڼۍ یې پر ټلیفون د الوتکې د نندارې په تړاو وار د مخه خبرې ورسره کړې وې.
د الوتکې دغه یوازینی نندارچي ۱۵ کلن هلک دی.
د الوتکې ځانګړنې
– د ولادیمیر پوتین دغه الوتکه ۳۹۰ میلیونه پونډه ارزښت لري.
– دغه الوتکه پوتین د خپلو سیاحتي او بهرنیو رسمي سفرونو لپاره استعمالوي.
– ورزشي مرکز لري( پوتین د ورزش سخت شوقي دی، د همدې لپاره یې دا برخه پکې جوړه کړې.)
– د الوتکې د تشناب کمود له سرو زرو جوړ شوی.
د نندارې نور جزیات
دغه هلک ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د پیلوټ د ناستې ځای او د کنفرانس خونه وویني.
هلک ته د ناستې او خوب خونې ښودل شوي.
ارسلان وایي: الوتکه خورا ښکلې، حیرانوونکې او جذابه وه. څوکۍ یې خورا پستې خو په اصلي چرم پوښل شوې وې.
د الوتکې مېزونه او نورې زیاتې برخې طلایي رنګه وې.
ویل شوي، چې الوتکه د خورا لوړې ارتفاع ظرفیت لري.
دلیل یې دا ښودل شوی، چې پوتین د زیاتې لوړې ارتفاع د سفر مینه وال دی.