احمد ظاهر؛ هغه چې تر مرګ نیمه پیړۍ وروسته یې هم سندرې د خلکو په خوله دي

احمد ظاهر په ۱۳۲۵ ل ل کال کې وزېږېد. سندرې یې له ښوونځي پیل کړې وې. لومړنۍ سندره یې د ضیا قاري زاده د شعر( ای بلبل شوریده) وه چې د مکتب پر دریځ یې وویله، دا وخت دی ۱۵ کلن او د حبیبیې لیسې زده‌کوونکی و. د ښه استعداد له امله یې افغانستان راډیو ته لاره ومونده.
مېرمن هنګامه او ښاغلی صدیق قیام د احمد ظاهر هممهاله کسان و. مېرمن هنګامه وايي:« زه چې شپږ کلنه وم، هند ته لاړو. هلته احمد ظاهر هم پر زدکړو بوخت او زما د پلار ملګری و. کله به چې زموږ کور ته راته، کورنۍ فضا به ډېره خوندوره او مینه ناکه ښکارېده….“
د احمد ظاهر همماله کسان وايي چې دی ډېر مهربانه، پیاوړی او لایق سندرغاړی/هنرمند و؛ خو تر څنګ یې نازک طبیعته و او ژر خپه کېده. خپل ځان پر وړاندې یې هېڅکله سپکاوی نه زغمه. لږ به هم چې کنسرټ بېنظمه کېده، دریځ یې پرېښوده او نور به لاړه.
بېوزلي خلک دومره پرې ګران و چې ځينې وختونه به یې د کنسرټ ټولې پیسې، پر فقراوو وېشلې. د ظاهر دغه ترانه چې د نامتو شاعر( معیني کرمانشاهي) شعر دی خورا چټکه او ژر د خلکو پر زړونو پرېوته:
عجب صبری خدا دارد
اگر من جای او بودم
همان یک لحظه اول
که اول ظلم را می دیدم از مخلوق بی وجدان
جهان را به همه زیبایی و زشتی
به روی یکدیگر ویرانه می کردم
ښايي د احمد ظاهر هنر ځکه تر اوسه د خلکو په زړونو کې لا هم ځای لري چې د شعر، موسیقي، کمپوز… ټاکنه کې خورا دقیق و او غور یې پرې کاوه.
احمد ظاهر درې ودونه کړي و. دوه اولادونه لري یو زوی بل لور چې اوسمهال امریکا کې مېشت دي.
احمد ظاهر څنګه ووژل شو؟
فخریه، د احمد ظاهر درېیمه مېرمن داسې کیسه کوي:« د ۱۳۵۸ ل ل د جوزا د ۳ نېټې په شپه د ده کلیزې لپاره مو محفل نیولی و. دا مهال ۳۳ کلن شوی و. ډېر مېلمانه کور ته راغلي و. په دوی کې محبوب الله او دوې خویندې یې هم وې. شپه ناوخته ټول کورونو ته ستانه شول؛ خو محبوب له ظاهر نه د هغه موټر وغوښت، احمد ظاهر موټر ورکړ او محبوب دوی لاړل. سبا سهار مهال موږ خپلو مینځو کې غږېدو چې محبوب موټر راووست، له احمد ظاهر نه یې وغوښتل چې دی او خویندې یې غواړي احمد ظاهر یو ځای ته چکر بوځي. زموږ یوه هم زړه نه و چې دی دې ورسره لاړ شي. احمد ظاهر ډېرې بهانې ورته وکړې؛ خو هغوی کلک شول او دی ورسره لاړ. مخکې تر دې چې محبوب موټر راولي، موږ ورته په تمه و چې کله موټر راشي، لاړ به شو خپلې لور( شبنم) ته چې لا زما په ګېډه کې وه، جامې او ځينې اړین توکي وپېرو؛ خو چې موټر وځنډېد، احمد ظاهر وویل چې په ټکسي به لاړ شم بهارستان سینما خوا ته چې د یوه کنسرټ پاڼې لاسلیکوم. موټر راغی احمد ظاهر یې پکې بوته؛ خو بېرته راستون نه شو“
فخریې ویلي چې احمد ظاهر څو ځلي ورته ويلي چې پر لاره یې یو سور روسی جیپ څاري او تعقیبوي یې. د همدې لپاره یې وویل چې اوس نشم کولی له باغ بالا او پولیتخنیک سیمو هاخوا دېخوا لاړ شم.
سالنګ کې څه وشول؟
زلمی خروټی، د حفیظ الله امین خپلوان و. دی وايي چې د ۱۳۵۸ د جوزا پر ۴ احمد ظاهر ، محبوب او دوې نجونې موټر کې کیني د سالنګ ته روانېږي. پر لاره الکول څښي او نشه وي.محبوب ویلي دي چې ظاهر یې پر څنګ ځوکۍ ناست و. دومره نشه یې کړې وه چې د موټر سویچبورډ راواخیست او دریا( طبله) یې پرې وهله. لږ وړاندې مو مخې ته لارۍ راغله، موټر مو کنټرول نشو کړای؛ نو له غره سره ولګېد. د څنګ سېټ د عقب ښيښي سیخ یې په سترګه کې ننوځي او مړ کېږي.
وروسته بیا آقا ګل انوار او ګڼ شمېر نور خلک سیمې ته ځان رارسوي. آقا ګل انوار ( د جبل السراج ولسوال) ۵ دقیقې تر پېښې وروسته سیمې ته ځان رسوي. انوار په خپله په دې اړه هېڅ توضېحات نه دي ورکړي. یوازې همدومره یې ویلي و چې د مقاماتو له خوا ورته زنګ وهل شوی، ترې غوښتل شوي و چې د پېښې ځای ته لاړ شي. اوس داسې اتکل کېږي چې ګڼې د وخت چارواکي په دې قتل کې ښکېل و؛ ځکه د احمد ظاهر ورور نعیم خان چې د هغه وخت د ټرافیکو مدیر و، وايي چې په ټوله څلور کسیزه سورلۍ کې ولې یوازې احمد ظاهر مړ شوی؟، نور خو ټول روغ وتلي.
څوک مطمین نه و چې مرمۍ وژلی که رښتیا هم سیخ و؛ خو شریف عثماني د دې لپاره چې ځان ډاډه کړي، د احمد ظاهر د تندي سوري کې یوه آله ننباسي چې خبره مالومه کړي. اله تر ۵ یا ۶ سانتي ډېره په تندي کې ننه نه وتله؛ نو په ډاګه شوه چې په مرمۍ نه، په کوم بل څه وژل شوی دی.
احمد ظاهر ۳۳ کاله ژوند وکړ، اوس يې ۴۴ کاله د ترور وتلي؛ خو لا هم د خلکو او د افغاستان د هنر څانګه کې ژوندی او سندرې یې خورا زیات مینه وال لري. پر افغانستان سربیره تاجکستان او ایران کې هم د احمد ظاهر سندرې د ګڼو مینه والو په زړونو کې دي.
هغه ډیرې فارسي سندرې ویلي، خو څو پښتو سندرې هم لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




د نړيوال اتل محمدعلي مېرمن د لوبغالي جوړولو لپاره افغانستان ته راغلې

لیکوال: مدثر دعوت - برخه : سپورټ

د سوکوهنې د نړيوال اتل محمدعلي کلې مېرمنې د ملي روغې جوړې د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي . ډاکتر عبدالله عبدالله پر ټولنيزو رسنيو د عکسونو په خپرولو سره ليکلي چې د سې ... نور ولولئ