Advertisements
سپورټ کرونا وزش او تمرین

کرونا د هوتک او مبارز سيالۍ وځنډولې!

لیکنه: مدثر دعوت

خبريال: مدثر دعوت

د ازادې مبارزې د لوبغاړو احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز لوبي د کرونا ويروس له ويري وځنډول سوې.

په روسيې کي د افغان ورزشکارانو همږغی کوونکی درمل لاهو وايي د احمد ولي هوتک او بازمحمد مبارز دوې بيلابيلي فري فايټ لوبي د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني په خاطر وځنډول سوې.

درمل په يو ويډيويي پيغام کي ويلي ” دواړو اتلانو ډير تمرينات ترسره کړي او قرنطين سوي هم وه خو دا چي د کرونا ويروس يو لوی خطر دی اړتيا وه چي د دواړو اتلانو سيالۍ وځنډوو.

نوموړي ويلي افغانان دي تشويش نکوي خو ډير زيات احتياط دي وکړي او له خدای ج څخه دي ددې مرګوني ويروس د خلاصون لپاره دعا وکړي.

ټاکل سوې وه چي بازمحمد مبارز د راتلونکي اپريل مياشتي په دريمه نيټه او احمد ولي هوتک د اپريل مياشتي په ۱۲مه نيټه د ګلوبل فايټ نايټ سازمان له لاري د خپلو سيالانو سره لوبي وکړي،خو دا سيالۍ به درې نيمي مياشتي وروسته ترسره سي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مدثر دعوت

مدثر دعوت هلمند میشتی ژورنالیست دی. د یاران لپاره په سپورټي او نورو برخو کې لیکنې کوي. په یاران کې د ښاغلي دعوت د لیکنو د بیا خپراوی حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ