
سویلي افریقا، هند ته د درې ټېسټ لوبو او درې شل اوریزو لوبو لپاره سفر کړی، د شل اوریزو لوبو سیریز یو، د یو پر وړاندې مساوي شو او د ټېسټ لوبو لومړۍ هغه یې د اکټوبر په دوهمه مه نېټه پیل شوه.
هند په لومړۍ پاڼۍ توپ وهنه کې روهېټ شرما او میانک اګروال د اوپننګ لپاره وټاکل.
دا د روهېت شرما لومړۍ ټېسټ لوبه وه او د میانک اګروال په مرسته یې د هند لپاره په ټېسټ لوبو کې دریمه اوپننګ جوړه شوه، چې ۳۱۷ منډې ملګرتیا کوي.
روهېت شرما ۱۷۶ منډې وکړې، چې ۲۳ څلوریزې او ۶ شپږیزې پکې شاملې وې، ورسره اګروال بیا ۲۱۵ منډې وکړې، چې ۲۳ څلوریزې او ۶ یې شپږیزې ووهلې.
دواړو په لومړۍ وېکټ ۳۱۷ منډې ملګرتیا وکړه او د هند د کرکټ په تاریخ کې دریمه ملګرتیا شوه.
لومړۍ ملګرتیا د هند لپاره په لومړۍ وېکټ د نیوزیلېنډ خلاف په ۱۹۵۶ م کال کې وېنو منکد او پنکاج رای کړې وه، دوی دواړو ۴۱۳ منډې ملګرتیا کړې وه.
دوهمه ملګرتیا په ۲۰۰۶ م کال کې سېواګ او راهول ډراوېډ د پاکستان خلاف ټېسټ لوبه کې کړې وه، دوی دواړو ۴۱۰ منډې ملګرتیا کړې وه او ریکارډ یې جوړ کړی و.
هند، د افریقا خلاف لومړۍ پاڼۍ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۰۲ منډې وکړې او پاڼۍ یې افریقا ته پرېښوده.
د افریقا لپاره درې وېکټې کېشاف مهاراج واخېستې.
افریقا لومړۍ پاڼۍ کې ۴۳۱ منډې وکړې، چې ډین ایلګر ۱۶۰ او کوېنټن ډیکاک ۱۱۱ منډې وکړې.
لومړۍ پاڼۍ کې اشوېن د افریقا اووه وېکټې وسوځولې.
دوهمه پاڼۍ کې هند د روهېت شرما د ۱۲۷ منډو په مرسته د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۲۳ منډې وکړې.
هند د مخکنیو منډو په مرسته افریقا ته ۳۹۵ منډې هدف ورکړ.
افریقا لا هڅه کوي، چې لوبه وګټي، تر سهار نهه نیمو بجو یې څلور لوبغاړي اوټ وو او ۶۰ منډې یې جوړې کړې وې.