هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
کرنه او طبیعت

په اقتصادي پرمختګ کې د کرنیز انقلاب ونډه

تاج محمد تمکین

په ټولیزه توګه که د یو هېواد اقتصاد ته غور وکړو نو څرګندیږي چې د هېواد اقتصادي سیستم په صنعت او زراعت تکیه لري چې د زراعتي سکتور نه خام مواد د صنعت لپاره عموما چمتو کیږي او بیا د تولید لپاره ترې ګټه اخيستل کیږي. د دې لپاره چې د صنعت سکتور په سمه توګه پرمختګ وکړي نو زراعتي اصلاحات ډېر ضروري دي په دې مانا چې د زراعت د سکتور تولیدات باید تر زیاته حده ډېر کړای شي، تر څو د صنعتي سکتور ټولو غوښتنو ته په صحیح توګه ځواب ووايي.

د کرنیزو تولیداتو د لا ډېرښت په خاطر چې کله د کرنې په سیستم کې اصلاحات راشي یانې ښه تخمونه، ښې کیمیاوي سرې، تراکتورونه او نورو اړونده ماشینونو نه اعظمي ګټه واخيستل شي، نو دغه عامل ته د کرنیز زرغون یا شین انقلاب(اوښتون) نوم ورکولی شو.

افغانستان هم اوسمهال د زرغون انقلاب لپاره ډېره اړتیا لري او د دې ترڅنګ د هغو شاړو ځمکو د کرلو اړتیا ورسره هم موازي محسوسیږي کومې چې بېکاره پرتې دي.
د شین انقلاب تجربو د نړۍ په ډېرو هېوادونو لکه هندوستان، جنوبي امریکا او تایلینډ کې ښودلې ده چې د یاد انقلاب په پایله کې د هغوی د ځمکو حاصلات څوچنده زیات شوي دي. د کرنیز زرغون انقلاب د راتګ له امله د هېواد اقتصاد عموما پرمختګ کوي او ورسره په څنګ کې یې اثرات په ټولنه کې له ورایه مثبت ښکاري.
زرغون انقلاب داسې یوه پروسه ده چې له امله یې د مزدورانو د کار په مولدیت او ځواک کې ډېرښت راځي .

د زرغون انقلاب د رامنځته کېدو اړینتوب په دې کې دی چې سر له پخوا نه د نړۍ نفوس ورځ په ورځ زیاتیږي او په مقابل کې یې ځمکه په ثابت حالت کې ده او همدارنګه د نفوسو د زیاتوالي سره سره اجناسو او توکو ته اړتیا زیاته محسوسیږي، نو د دې لپاره چې د نفوسو ټولې برخې ته خوراکي مواد چمتو شي او د خلکو عواید لوړ شي په کرنیز سکتور کې تخنیکي بدلون ته اړتیا محسوسه شوه. د همدې بدلون په پایله کې زرغون انقلاب د نړۍ اکثره هېوادونو کې څرګند شو. همدارنګه په غريبو هېوادونو کې د صنعتي پرمختګ لپاره پروګرامونه جوړيږي او غریب هېوادونه تل په دې هڅه کې وي چې زیات بهرني اسعار لاسته راوړي تر څو د پرمختګ څخه برخمن شي؛ خو له بده مرغه د دغو هېوادونو ځمکې په ډېرې وروسته پاتې طریقې سره کرل کېدې چې له امله یې حاصلات هم ډېر کم وو نو ځکه د زرغون انقلاب د طریقې له امله ډېری هیوادونو اوس خپل زراعتي محصولات زیات کړي دي.

په اکثره هېوادونو کې پخوا په يوکال کې يوازې يو فصل لاسته راتلو مګر د تخنيکي پرمختګ په وجه په يو کال کې اوس دوه فصلونه ترلاسه کيږي. په دې توګه له يو طرف نه په داخلي توليد کې زياتوالى راځي او له بله اړخه د خلکو په عايداتو کي زياتوالي رامنځته کېږي.

د کرنیز زرغون انقلاب په ترڅ کې د اوبو رسونې سیستم جوړیږي، د نهرونو نظام په غښتلي شکل سره رامنځته کیږي او د دې کارونو په رامنځته تګ سره نه یوازې ټولنیز جوړښتونه بدلون مومي بلکه اقتصادي پرمختګ په چټک ډول رامنځته کیږي.

د کرنیز انقلاب د رامنځته کېدو په حالت کې دولت د قرضونو د برابرولو پروګرامونه شروع کوي او دا کار د دې باعث کیږي چې په هېواد کې اقتصادي سرګرمیانې او فعالیتونه زیاتیږي او د ټولو هېوادوالو عواید لوړیږي او د ژوند سطحه کې یې زیاتوالی راځي.

په افغانستان کې چې تقریباَ کرنیز سکتور کې ښه کار روان دی او ورځ تر بلې کرنیز سیستمونو کې مثبت بدلون راځي؛ خو لا اوس هم ډېره فاصله پاتې ده چې هېواد د خوراکي او زراعتي توکو له نګاه نه خودکفا شي، موږه د الله فضل سره په ټول هېواد کې ښې ځمکې لرو چې د زرغون انقلاب د تګلارې په عملي کولو سره کولای شو چې نه یوازې د زراعتي محصولاتو له نګاه نه د نورو هېوادونو د محتاجۍ نه خلاص شو بلکې کولای شو چې هغه اضافي محصولات صادر هم کړو .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */