یاران سپورټس
د اسټرالیا کرکټ بورډ اعلان کړی، چې له ملي لوبغاړو سره یې د یوې میاشتې لپاره نوی قرارداد یا کنټرکټ وځنډاوه او همدا زوړ قرارداد به تر جون میاشتې دوام وکړي.
د استرالیا کرکټ بورډ ویلي، چې د اسټرالیا هېواد به نوی قرارداد ونه کړي او د اپرېل میاشت په وروستیو کې به مالي قراراداد لپاره پلان جوړ شي.
د مارچ میاشت کې قرارداد د کرونا د تهدید له امله وځنډول شو او د اپرېل میاشت کې ورپسې می میاشت کې هم احتیاطي تدابیر دا دي، چې دوی به د کرونا ویروس له امله قرارداد ونه کړي، بلکې د جون میاشت کې به بیا قرارداد نوی کوي.
د اسټرالیا د ښځينه کرکټ لوبډلې لوبډلمشرې د دوشنبې پر ورځ سهار وختي وویل چې اوسمهال ډاډ نشته، چې د کرونا ویروس وېره به کله ختمېږي او دې چارې په کرکټ هم بالقوه اغېز غورځولی دی، دوی هم انتظار کوي، چې څه کېږي.
د هغې په وینا دوی د اسټرالیا کرکټ بورډ سره خبرې وکړې، د کرکټ خبره ده، چې باید انتظار وشي او هر لوبغاړی دې ته چمتو دی، چې په زوړ قراراداد مخته ولاړ شي.
د هر هېواد کرکټ لوبغاړي د کال په اوږدوکې له خپل کرکټ بورډ سره تړون لاسلیکوي، چې د هغه تړون له مخې به لوبډله کې لوبېږي.
دغه تړون د تنخوا او مالي امکاناتو، مالیې او لوبو برخه کې وي.
نو کله چې د تړون کال پوره شي، یو ځل بیا له لوبغاړو سره تړون نوی کېږي.
دغه تړون د لوبغاړي وړتیا او لیاقت ته په کتو سره کېږي، کوم لوبغاړي چې ښه پرفامېنس کوي، هغو ته د کرکټ بورډ، لوبډلې او هېواد اړتیا وي، چې باید ولوبېږي او د په خپلې بهترینې لوبې سره هېواد ته ویاړونه ور وبښي.
په دې کې ځینو کرکټ بورډونو بیا خپلو لوبغاړو ته د کال په اوږدو کې د کارکرده ګۍ جدول جوړ کړی وي.
چې په هغه جدول کې ای، بي، سي او ډي ګرېډ یا درجې وي.
هغه لوبغاړي چې د کال په اوږدو کې تر نورو ښه لوبه وکړي، هغه ته ای ګرېډ ورکوي او تنخوا یې هم تر نورو لوړه وي.
څومره چې درجه ښکته کې معاش کې کموالی راځي.