د کورونا وبا راوروسته لومړنی ترسره کېدونکی لیګ!

لیکنه: محمد صابر حمیدي
د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ کورنی لیګ «CPL» د راتلونکې اګیسټ میاشتې له ۱۸مي بیا د سیپټمبر میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې ترسره کیږي.
د CPL لیګ تنظیموونکو خبر ورکړی، چې ټولي لوبې د ویسټ انډيز هیواد په دوو ښارونو ترینیداد او توباګو کې ترسره کیږي.
دوی وایي لوبغالي ته مینوال نشي ورتللای او لوبې به ټولې د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.
د کورونا ویروس څخه راوروسته به د ویسټ انډيز هیواد CPL لیګ لومړنی لیګ وي، چې ترسره شي.

په دې لیګ کې ۶ لوبډلې برخه والي دي او سږ کال ۶ افغان لوبغاړي محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، رحمن الله ګربز، نوراحمد لکڼوال، قیس احمد او نوین الحق پکې اخیستل شوي.
راشدخان او رحمن الله باراباډوس ټریډینټس لوبډلې، محمدنبي او نوراحمد لکڼوال سینټ لوشیا لوبډلې، قیس احمد او نوین الحق بیا ګیانا امازون لوبډلې اخیستي.

یاد افغان لوبغاړي هم خوښ دي، چې د ویسټ انډيز په دې کورنیو سیالیو کې اخیستل شوي.
دا د کاربین لیګ اتم پړاو دی، چې اګسټ میاشت کې به پیل شي.
دا سیالۍ د نورو تجارتي لوبو په څېر د افغان لوبغاړو په پرمختګ او هڅونې کې خورا مهم رول لري.
په کارابین لیګ کې د لوبډلو نوملړونه:

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.