تر خوب وروسته د سر د درد لاملونه

ژباړه: عایشه حیدري

ځینې کسان له خوب څخه تر را پاڅېدو وروسته د سر له درد څخه کړېږي او دا یې د ژوند یو معمول ګرځېدلی دی.

که هر ورځ وروسته تر دې چې له خوب را پاڅېږئ او سر مو درد کوي، ستاسو د سر درد لامل ستاسو د سر د درد څرنګوالي ته په پام سره يو له بل څخه توپير لري.

په نننۍ لیکنه کې غواړو په دې اړه چې ولې وروسته تر ويښېدو سر درد کوي تاسو ته معلومات درکړو او د دغې ستونزې لاملونه در وپېژنو.

د سر درد سل ډوله دی او د هر ډول لامل يې توپیر کوي، د سر د درد د ځینو ډولونو د لاملونه څخه کولای شو د سر ضربه خوړل، له درملو څخه ډېره ګټه اخیستنه، عروقي ناروغۍ، د ماغزو سکته، ځینې مېکروبونه لکه د مننژیټ مېکروب، د وينې لوړ فشار، سینوزیټ او د سر د سرطان څخه نوم واخلو.

همدارنګه د سردردونو ۹۰سلنه چې د نړۍ ډېری خلک ورڅخه کړېږي فشاري سر درد دی. د سر دغه درد، د سر د دوو خواوو درد دی او د سر په دغه ډول درد کې د سر درد کله کمزوری او کله هم منځنی وي.

ځیني خلک بیا وايي چې کله یې چې سر درد کوي په سر کې یې څړیکه پیدا کېږي د سر دا ډول درد ته میګرن سر دردي وايي په دغه حالت کې انسان د کمزورۍ احساس کوي، له غږونو او روښنايي سره حساسیت ښيي او استفراغ کوي.

د سر بل ډول درد کلسټر درد دی، د کلسټر درد پر مهال د انسان سر ډېر شدید درد کوي او په معمولي ډول د يوې اونۍ څخه تر دریو اونیو پورې دوام کوي.

د سر په دغه ډول درد کې معمولاً یوه سترګه درد کوي او د پوزې یو سروکی بند وي، دغه ډول درد معمولاً د ورځې په لړ کې د دریو ساعتونو لپاره دوام کوي او دغه درد ډېری وخت د سهار له خوا کله چې له خوب څخه پاڅېږو په سر کې پیدا کېږي.

دا چې ولې د سهار له خوا زموږ په سر کې دغه درد پیدا کېږي لامل یې معلوم نه دی خو څېړونکي وايي چې د دا ډول دردونو لامل د شپې له خوا ويښ پاتې کېدل او ستړيا ده.

که هره ورځ سهار له خوا د سر درد سره له خوب څخه پاڅېږئ کېدای شي ستاسو د سر درد فشاري او یا میګرن درد وي نو هڅه وکړئ چې په يوې شپې او ورځې کې له اتو ساعتونو څخه ډېر خوب ونه کړئ، له کافیین څخه ډېره ګټه مه اخلئ، له پاراستامول او ایبوپروفین څخه ډېره ګټه مه پورته کوئ او له سړو خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړئ. ځکه دا ټول ستاسو د سر د درد لاملونه دي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.