اپریل 16, 2021

تر کورونا وروسته به زموږ ژوند څنگه وي؟

Advertisements
سرچینه: اینډپینډینټ
ژباړه: عایشه حیدري

که له بد نظره وګورو کېدای شي کورونا وایروس د واکسین پر وړاندې مقاومت وکړي خو که له ښه نظره وګورو واکسین تل ښې پایلې درلودلي.
د کورونا واکسین د برياليتوب په اړه خپاره شوي خبرونه او په راروانو څو میاشتو کې د دغه واکسین د ازمېښت له پیل سره دا هیلې را ټوکېدلي چې ډېر ژر به خلک خپل عادي ژوندانه ته ور ستانه شي، خو د دې ترڅنگ ځینې نور راپورونه شته چې د دغو واکسینونو پایله ډېر بریالی نه گڼي.
د نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ، د کورونا وایروس چې په تېر میلادي کال کې په چین کې پیدا شو، د واکسینونو په واسطه به له منځه لاړ نه شي. دغه بدبینانه وړاندوینه او ارزونه د خلکو د هغو تجربو پر بنسټ چې له پخوانیو ټول نیونکو وایروسونو او ناروغیو څخه چې پخوا پیدا شوي او د هغوی د ژوند يوه برخه ګرځېدلي، سرچینه اخلي. که څه هم پوهانو د دغو ناروغیو د لمنځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.
په ۱۹۸۸ کال کې د نوبل طبي جایزې امریکايي ګټونکي جوشوا لډربرګ وويل چې د عفوني ناورغیو په اړه د بحث پر مهال د ډاروین د تکامل پر نظریې استناد اړین دی. په دې توګه، په دوامداره بڼه د وایروسونو لوري بدلون مومي ځکه چې درمل او علم د دغو وایروسونو پر وړاندې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې لډربرګ وويل چې هېڅ تضمين نه شته چې انسان تل د وایروس پر وړاندې په مبارزې کې بريالی شي.
دغه بدبینانه وړاندوینه وایي چې که څه هم واکسینونه لويه ونډه لري خو د کورونا وایروس مخنیوی نه کوي چې په ټوله نړۍ کې یې بې مخینې روغتیایي ستونزې رامنځته کړې او د نړۍ اقتصاد یې زیانمن کړی او په ټپه درولی دی.
د سکای نیوز د راپور پر بنسټ، د پنسلوانيا د پوهنتون څېړونکي، ډيويډ کنډي او انډرو ریډ وایي چې دا تمه نه لري چې دغه واکسینونه به د کورونا له خپرېدو مخنیوی وکړي. دغو دواړو پوهانو په یوې مقالې کې ويلي دي چې شونې ده چې وایروس د واکسین پر وړاندې مقاومت وکړي، ان که کمزوری شوی هم وي.
څېړونکي باید وروسته د کوویډ۱۹ د واکسين له تطبیقولو څخه د انسان د بدن ځواب وسنجوي تر څو د دغه واکسین له اثراتو او د حفاظت له کچې یې اطمینان ترلاسه کړي.
خو د خوش بيني لپاره هم ځینې لاملونه شته. کلونه وړاندې امریکایي څېړونکو د درملو او د واکسین مقاومت ترمنځ د توپیرونو په اړه تحلیلونه وړاندې کړل. د دغه تحقیق يو مثبت ټکی دا دی چې وایروسونه او بکټریاوې په اسانۍ سره د واکسین پر وړاندې مقاومت نه شي کولای خو د درملو پر وړاندې وایروسونو ډېر مقاومت کولای شي. د دغو ځانګړنو له ډلې یوه دا ده چې د سرخکان او ګوزڼ پر وړاندې جوړ شوي واکسينونه که څه هم کلونه ورڅخه گټه اخیستل شوی خو بیا یې هم خپل اثر له لاسه نه دی ورکړی.
دا لپاره چې د دغه روغتیایي کړکېچ عمر تر يوه کاله ډېر نه دی، پزشکي څېړونکي فکر کوي چې عادي ژوند ته د بېرته ګرځېدو لپاره ځینې لارې شته چې کولای شو میلیارډونو کسانو ته د واکسین د رسېدلو، په اوږد وخت کې د دغه ناروغي له امله د جانبي عوارضو نه رامنځته کېدل او د ناروغي له منځه تللو نوم واخلو، خو برعکس کله چې د دغې خطرناکې ناروغۍ لاره بدلون ومومي او جوړ شوي واکسينونه ونه شي کولای چې د دغه عفونت پر وړاندې مقابله وکړي نو عادي ژوند ته به بېرته ګرځېدل ستونزمن وي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ