سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

نړیوال جام او افتاب ؛ ځوان افغان چټک توپ اچوونکی وپېژنئ

لیکنه : عبدالله عادل

افتاب عالم د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي مخکښ او چټک توپ اچوونکی دی چي دا مهال یې په خپل استعداد زیات مینوال موندلي او د ملي لوبډلي لپاره د ښه ثابتېدو تر څنګ ښې لاسته راوړني هم لري.

نوموړي تیر کال اسیا جام کښي د دولت ځدارن په نشتون کښي د افغانستان د چټکي توپ اچووني برخه ډیر ښه تنظیم کړه او له هغه وروسته په پرلپسې توګه ښه لوبېدلی .

افتاب عالم د ۱۹۹۲ کال د نومبر میاشتي پر ۳۰ نېټه د افغانستان په ننګرهار ولایت کښي زېږېدلی دی.

افتاب ښی لاس مېډم فاسټ یا منځنی چټک توپ اچوونکی دی چي خپل کرکټ یې د افغانستان له ۱۵ کلني لوبډلي څخه راپيل کړی وروسته هغه د افغانستان لپاره په ۲۰۱۰ کال کښي د ځوانانو په نړیوال جام کښي ولوبېد چیري هغه د خپلي لوبډلي لپاره په ۱۲ ویکیټو مخکښ توپ اچوونکی وو له لنډ وخت وروسته افتاب په همدغه ۲۰۱۰ کال کښي د افغانستان لپاره خپله لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د کاناډا خلاف ترسره کړه او دوه کاله وروسته د ۲۰۱۲ کال د مارچ پر ۲۴مه نېټه یې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه د ایرلینډ خلاف ترسره کړې.

د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کښي هغه دغازي امان الله خان یو ورځنیو لوبو په تورنمینټ کښي د سپین غر لپاره ولوبېد او په لس ویکیټو سره د خپلي لوبډلي مخکښ توپ اچوونکی وو.

د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کي هغه په لومړي پړاو اې پي ایل (APL) سېالیو کښي د بلخ لوبډلي لخوا څخه واخیستل سو او د روان کال په اپرېل میاشت کښي هغه د پیلېدونکي نړیوال جام لپاره په افغان ملي لوبډله کښي غوره سو.

په یو ورځنیو لوبو کښي د افتاب عالم کارکردګي:

توپ اچوونه :

افتاب عالم په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کښي ۳۷ ویکیټي ترلاسه کړي د منډو ورکولو اوسط یې ۴.۸۱ او په یوه لوبه کښي یې بهترینه توپ اچوونه د ۲۵ منډو په ورکولو سره د ۴ لوبغاړو سوځول دي.

توپ وهنه :

افتاب عالم همدارنګه په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کښي ۶۶ منډي جوړي کړي چي یوه لوبه کښي یې تر ټولو زیاتي منډي ۱۶ دي.

په شل اوریزو لوبو کښي د افتاب عالم کارکردګي:

۲۶ کلن افغان توپ اچوونکي عالم په ۱۲ لوبو کښي ۱۱ ویکیټي ترلاسه کړي د منډو ورکولو اوسط یې ۷.۹۳ او په یوه لوبه کښي بهترینه توپ اچوونه د ۲۳ منډو په ورکولو سره د ۲ لوبغاړو سوځول دي.

دا چي نوموړی راتلونکي ۲۰۱۹ کال یو ورځنیو لوبو نړیوال جام په افغان لوبډله کښي د چټک توپ اچوونکي په توګه غوره سوی ورباندي زیات اعتماد سوی او افتاب به هڅه کوي چي دا باور پر ځای ثابت او خپله وړتیا ښکاره کړي.

دا چي په تیر اسیا جام کښي افتاب عالم په یوازي توګه د چټکي توپ اچووني برخه سمبال کړه دا ځلي ورسره دوه نور مخکښ ملګري دولت ځدران او حمید حسن هم وجود لري چي د هغو په شتون کښي به د نوموړي توپ اچوونه نوره هم ډاډه او پر ځان بې باور نور هم زیات و اوسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عبدالله عادل - کندهار کې د یاران ټیم غړی