افتاب عالم ولې له نړیوال جام څخه راوویستل شو؟

لیکنه : عبدالله عادل
په روان ۲۰۱۹ کال نړیوال جام کي افغانستان  تر دا مهاله ۷ لوبي ترسره کړي او اووه سره یې بایللي چي خپله ۸مه لوبه راتلونکې شنبه د پاکستان خلاف ترسره کوي.
د پاکستان خلاف تر لوبي مخکي پرون پنجشنبه د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي چټک توپ اچونکی افتاب عالم د انظباطي سرغړوني له امله د لوبډلي څخه بهر سو او د انګستان څخه افغانستان ته راګرځول سوی چي پر ځای به یې د احتیاطي لوبغاړو څخه سیدشېرزاد نن انګلستان هیواد ته ولاړ سي چیري چي به د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي سره یو ځای سي.
د افتاب عالم د لیري کولو پرېکړه د کرکټ نړیوالي شورا د تخنیکي کمیټې او د افغانستان کرکټ بورډ د ډسپلین کمیټې د اصولو او مقرراتو پر اساس سوې.
افتاب عالم په نړیوال جام کي د افغانستان په ګټه د نیوزلنډ خلاف لوبه کي ۳ ویکټي هم ترلاسه کړي وې.
د نړیوالي شورا او افغانستان کرکټ بورډ د انظباطي کمېټې د اصولو له مخي هیڅ لوبغاړی او ورسره مل پلاوی نسي کولی چي له ټاکل سویو اصولو څخه سرغړونه وکړي او د سرغړونې په صورت کي به ورباندي وضع سوي اصول عملي کیږي.
 

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ