افسر ځاځی د ترافيکي پېښې روغ وتلی.

خبريال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې ويکيټ کېپر توپوهونکی افسر ځاځی د ترافيکي پېښې څخه روغ وتلی.
ځاځي پر خپلو ټولنيزو اکاونټونو ددې پېښې په اړه ليکلي چې د مقابل شخص د ژغورولو په خاطر يې ځان په خطر کې واچوی خو هماغه کس تښتېدلی دی.
افسرځاځی ليکي:” سلام گرانو هيوادوالو هیله ده ټول روغ اووسې!
د الله تعالی په فضل او ستاسو په دعاو نن له یو یې ترافیکې پيښی څخه روغ ووتلم، هېوادوالو په ‌‌‌‌‌‌ډير تاسف سره باید ووایم چې ما خپل ځان پخطر کې واچوو تر څو مقابل لوری چې ملامت وو بچ کړم خو مقابل لوری موټروان سر ددی چې هیڅ ترافیکې قانون یې نه وو مراعت کړی همداسی په بندوباری کې له صحنی وتښتیدو او هیڅ نوع مرسته یې ونکړه چې دغه کار یې سخت مایوسه کړم، په هر صورت د الله تعالی شکر ادا کوم چې په خپل رحم او کرم سره یی وساتلم، هېوادوالو هیله ده چې تل مې په دعاو کې یاد وساتی”.

افسرځاځی په ۱۹۹۳ز کې په کابل کې زېږېدلی او اوس ۲۶ کلن دی.
نوموړی په ۲۰۱۳ز کې د افغانستان کريکټ ملي لوبډلې سره يوځای سو چې تر دې مهاله يې ۱۷ يو ورځنۍ،يوه نړيواله شل اووريزه او درې ټيسټ لوبې ترسره کړيدي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.