سپورټ کرکټ

شاهد آفریدي د مشفیق الرحیم بیټ واخیست

د پاکستان کرکټ ټیم پخواني کپتان شاهد آفریدي د بنګلدیش پخواني کپتان مشفیق الرحیم بیټ واخیست.

شاهد آفریدي د بنګلدیش کرکټ ټیم پخواني کپتان مشفیق الرحیم بیټ په نیلام (بولۍ) کې په شل زره امریکایي ډالر پيرلی دی.

مشفق الرحیم خپل او د بنګلدیش د ډبلې سنچری (سلېزو) بیټ نیلام ته وړاندې کړ، هغه په بنګلادیش کې خپل بیټ په کورونا وایروس اخته وګړو سره د مرستي فنډ لپاره نیلام ته کېښوده.

شاهد آفریدي وایي، داسې کار يواځې یو ریښتینی هیرو (اتل) کولای شي.

د پاکستان کرکټ ټیم پخواني کپتان شاهد آفریدي مشفق الرحیم ته په یوۀ پیغام کې ویلي:

«مشفق الرحیم، تۀ د خپلو خلکو لپاره یو ډېر زبردست کار کوي، داسې کار یواځې یو ریښتینی اتل کولای شي، موږ ټول د یو ستونزمن حالت سره مخ یوو، اوس مهال موږ یو بل ته د لاس ورکولو اړتیا لرو، په بنګلادیش کې چې کومه مینه ماته راکړل شوې ده، هغه به مې تل په یاد وي.»

آفریدي زیاتوې، د پاکستانیانو له طرفه ستا د کرکټ بیټ په اخیستلو، غواړم ستا ددې نیک سفر یوۀ برخه شم، ان شاءالله موږ به ډېر زر له دې وبا څخه وژغورل شو او د کرکټ په میدان کې به سره ووینو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ