افرېدى: ډېر خوښ يم، چې په پاکستان او بهر کې مې خلک روغتيا غواړي!

د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پخواني لوبغاړي او لوبډلمشر تېره اونۍ پر خپل ټویټر ولیکل، چي په کورونا ویروس اخته شوی.
نوموړي یاد ټویټ کې لیکلې وه، چي روغتیایي وضیعت یې ښه نه وو، د بدن غړي یې دردونه درلودل او له هغه وروسته یې ځان ټیسټ کړ، چي پایله یې مثبته وخته.
خو اوس تازه شاهد افریدي ویلې، چي وضیعت یې لومړنیو دوو ورځو کي سخت وو، خو اوس ورو ورو ښه کیږي.
هغه د فیسبوک له لاري په یوې تازه ویډیو کې ویلې:

«زه د له تیرو څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې زما د روغتیا په اړه ډېر څه وینم او اورم. لومړۍ دوې ورځې زما لپاره په رښتیا ډیرې سختې وې، خو اوس مې حالت په ښه کېدو دی.»

شاهد افریدي د خپلۍ کورنۍ او ماشومانو په اړه وویل:

 زما لپاره تر ټولو مشکله دا ده، چې زه نشم کولای، چې د خپلو ماشومانو پاملرنه وکړم او دوی ومینځم. زما خپل ماشومان یاد شول، مګر دا مهمه ده چې احتیاط وکړئ او لري و اوسئ، تر څو ستاسو شاوخوا خوندي شي.»

افریدي ویلې، اړتیا نشته چې د کورونا څخه وېره ولرو، خو باید ورسره سمه مبارزه وشي.
د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې دې پخواني لوبغاړې دا ویلې، چي پوهید په کورونا اخته کیږي، ځکه هغه په خیریه کارونو کې زیات د خلګو سره راکړه ورکړه درلوده.
هغه د خپلو خبرو په وروستیو کې زیاته کړه:

«ستاسو د ټولو نیکو هیلو لپاره مننه. دا ماته ډېره خوښي راکوي، چي په پاکستان او د پاکستان څخه بهر زه ډېر خلګ لرم او زما لپاره دعاوي کوي.»

هغه پر خلګو ږغ وکړ، چي په دې سختو وختونو کې د غریبو او اړو خلګو سره مرسته وکړئ.
د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې پخواني توپوهونکې ګاتم ګمبیر د شاهد افریدي د ژر روغتیا هیله ښودلې وه.
هغه ویلې وه:

«هیڅ څوک باید په دې ویروس اخته نه شي. زه له شاهد افریدي سره سیاسي اختلافات لرم خو زه غواړم هغه ژر تر ژره روغ شي.»

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.