سپورټ نړیوال کرکټ

شاهد افریدي له نورو رازونو هم پرده پورته کړه

شاهد افریدي د پاکستانۍ لوبډلې پخواني الراونډر له ځېنو مهمو رازونو پرده پورته کړه؛ هغه په خپل نوي لیکلي کتاب ګېم چېنجر یا د لوبې بدلولو په نامه کتاب کې د پاکستاني کرکټ بورډ د ناسمې رهبرۍ په اړه څرګندونې کړي او پاکستانی کرکټ بورډ یې په ناسم مدیریت تورن کړی دی.

شاهد افریدي چې کله نه د نړیوال کرکټ څخه استعفا کړې له هغې راهیسې یې د رازونو په ښکاره کولو او ځېنو څرګندونو لاس پورې کړی او وخت ناوخت یې خبرې د کرکټ نړۍ تود خبر وي.

ده خو د کشمیر د مسلې په اړه هم خبرې کړې وې، چې د ډېرو پاکستانیانو د غندنې وړ شوې، بیا یې د خپل عمر په اړه حقیقت خپور کړ، ګاتم ګمبیر پسې یې ډېرې بدې وېناوې کړې وې، چې ګاتم کمبیر بیا دی رواني ناروغ بللی و.

شاهد افریدي اوس تازه په خپل کتاب ګېم چېنجر کې ویلي، چې د پاکستان کرکټ بورډ په ناسم مدیریت کې نمبر وړی او همدا علت دی، چې پاکستاني لوبغاړي د فساد، درغلۍ او مېچ فېکسېنګ یا لوبه کې د جوړجاړي له امله زنداني او سزاوار کېږي.

هغه ویلي پاکستانی کرکټ بورډ له ډېرو قماربازانو او په لوبو د دعوه وهونکو سره اړیکې لري او دغه داو وهونکي په اسانۍ پاکستاني کرکټ بورډ ته لاسرسی لري.

هغه زیاتوي کله چې داسې کسان کرکټ بورډ ته لاسرسی پېداکړي؛ نو کرکټ بورډ خالص نه پاتې کېږي او لوبغاړي هم د پېسو په مقابل کې اړیکې جوړوي او لوبې پلوري.

همدا علت دی، چې ډېری پاکستاني لوبغاړي د درغلۍ په پار له لوبو محرومېږي، بندیان کېږي او نغدي جریمه کېږي.

هغه دې ته هم اشاره کړې، چې زیاتره لوبغاړي یو بل سره دوستانه اړیکې نه ساتي، دی وایي ځېنې لوبډلمشران ځېنې لوبغاړي نه خوښوي او هغوی سره عُقده او کینه ساتي.

افریدي د پاکستان اوسني لومړي وزیر او پخواني کرکټ لوبغاړي عمران خان په اړه مثال راوړی، هغه عمران خان تورن کړی، چې د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال یې ځېنې لوبغاړي نه خوښېدل او هغوی سره یې ناسم چلند کاوه.

افریدي د پاکستان د چټکې توپ اچونې روزونکي وقار یونس او پخواني لوبغاړي وسیم اکرم باندې هم انتقادونه کړي او هغوی یې تورن کړي، چې ده سره یې د لوبډلمشرۍ پرمهال رویې ښې نه وې.

افریدی زیاتوي د وسیم اکرم د لوبډلمشرۍ پر مهال هغه په لوبډله هیڅ کنټرول نه درلود، د وخت ځوان لوبغاړي لکه راشدلطیف، انضمام الحق او سعید انور د ده په لوبډلمشرۍ کې تر فشار لاندې وو.

نوموړی وایي وقار یونس هم اوس په ټیم کنټرول نه لري.

افریدي په خپل کتاب کې لیکلي، چې وقاریونس ونه توانېده، چې لوبډله متحده کړي.

دی وایي په ۲۰۰۳ م کال کې د وسیم اکرم او وقاریونس ترمنځ خپله د واک پر سر شخړه روانه وه.

نوموړی کاږي هغه مهال د کرکټ بورډ مشر توقیر ضیا هم له وقار یونس سره ولاړ و.

۱۹۹۹ م کال کې عمران خان د جاوېد مېنداد په اړه ویلي وو، چې هغه د کوچ یا روزونکي په توګه هیڅ لوبغاړي ته د منلو وړ نه دی.

دا مهال پاکستانۍ لوبډله هند ته د لوبلړۍ لپاره تللې وه، چې دې خبرو ناندرې راپورته کړې.

افریدی وایي جاوېد مېنداد ماته د توپ وهنې ښه تمرین نه راکاوه، هغه وایي جاوېد ښه لوبغاړی و خو یو کوچنی سړی و.

۱۹۹۶ م کال کې افریدي د کینیا خلاف لوبه کې په اوپننګ کې پیل په شپږیزه وکړ، هغه وایي ماته د وخت لوبډلمشر عامر سُهیل راغی او راته یې وویل، چې ته هم د وسیم اکرم په خوښه مخته ځې؟ راځه زما ډلې سره یو ځای شه او خورا ښه کرکټر به درڅخه جوړ کړم.

افریدی وایي ما دا خبره وسیم اکرم او اِنضمام الحق ته وکړه.

د افریدي په ینا له څرګندونو څخه مې موخه دا ده، چې د پاکستان د کرکټ په بدو لوبو کې د پاکستان کرکټ بورډ او رهبري غړي دخیل دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی