شاهد افریدي د پاکستان «PSL» لیګ پاتې سیالیو کې نه لوبیږي

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې پخوانی تکړه او نامتو لوبغاړی، چې د پاکستان په سوپرلیګ کې د ملتان سلطانز لوبډلې سره لوبېدی، ددې لیګ په پاتې لوبو کې د خوږ له امله نشي لوبېدلای.

د پاکستان په سوپرلیګ کې د شاهد افریدي لوبډلې «ملتان سلطانز» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ویلې، شاهد افریدي د ملا په برخه کې ټپي شوی، نو په همدې موخه به د لیګ په پاتې سیالیو کې ونه لوبیږي.

دې لوبډلې لیکلي:

«بدبختانه تاسو ته خبر درکوو، چې د ملا په برخه کي د ټپ له امله شاهد افریدي د پي ایس لیګ په پاتې لوبو کې نه لوبیږي. زموږ به ته ډېر ویادېږې او لالا موږ تل تاسو ته دُعا کوو، چې ډېر ژر د روغ صحت څښتن شې.»

 

 

د پاکستان سوپرلیګ

 

ټاکل شوې د پاکستان سوپرلیګ«PSL» شپږم پړاو، چې ۱۴ لوبې یې ترسره شوي او اوس یې ۲۰ لوبې پاتې دي، د راتلونکې جون میاشتې په پنځمه نېټه د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پیل شي.

دا لیګ د پاکستان په کراچي ښار کې روان و، چې د کورونا له امله وځنډول شو.

په دې لیګ کډونوالو لوبډلو ځانونه ته درې ورځې مخکې یو شمېر نور نوي لوبغاړي هم واخیستل.

 

 د پاکستان په سوپرلیګ کې افغان لوبغاړي

 

ددې لیګ په پيل کې پنځه افغان لوبغاړي محمدنبي، راشدخان، قیس‌احمد، نوراحمد لکڼوال او مجیب ځدران شامل وه، خو د سیالیو تر ځنډېدو وروسته، د راپورونو په اساس یو شمېر لوبغاړو پکې د بېلابیلو دلیلونو له امله د نه لوبېدو پرېکړه کړې وه.

د هغو له ډلې یو هم محمدنبي، مجیب ځدران او راشدخان ارمان وه، چې پکې د نه لوبېدو پرېکړه یې وکړه، خو درې ورځې مخکې راشدخان ارمان یوځلې بیا لاهور قلندرز لوبډلې خپل ځان ته واخیست او پکې وبه لوبیږي.

اوس د پاکستان سوپرلیګ په پاتې لوبو کې به، راشدخان، نجیب‌الله ځدران، نوراحمدلکڼوال، وقار سلام‌خېل، رحمن‌الله ګربز او ظاهرخان ولوبیږي.

کراچي کینګز لوبډله کې: نجیب‌الله ځدران او نوراحمدلکڼوال.

پېښور زلمي لوبډله کې: وقار سلام‌خېل.

ملتان سلطانز لوبډله کې: رحمن‌الله ګربز.

لاهور قلندرز لوبډله کې: راشدخان ارمان.

کویټه ګلډیټرز لوبډله کې: ظاهرخان پکتین.

 




وروستي مطالب