سپورټ کرکټ وزش او تمرین

جاوید افریدی، مجیب ته: ځوان افغان لوبغاړی، پېښور زلمي ته پخیر راشې

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د پاکستان د کرکټ کورني تجارتي لیګ (PSL) ته د لوبغاړو د پیر مراسم د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شول، چې پکې پنځه افغان لوبغاړي بیلابیلو لوبډلو ځان ته واخیستل.

د یاد لیګ بولۍ ته ګڼو افغان لوبغاړو نوملیکنه کړې وه، خو له ډلې یې راشدخان ارمان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، قیس احمد او نوراحمد لکڼوال وپېرل شول.

محمدنبي او نوراحمد د کراچي کینګز، راشدخان د لاهور قلندرز، مجیب ځدران د پېښور زلمي او قیس احمد بیا د کویټه ګلډیټرز لوبډلې سره یوځای شول.

د پېښور زلمي لوبډلې څښتن او مالک جاوید افریدي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د مجیب پر یوځای کېدو خوښي ښودلې او هغه ته یې ښه راغلاست ویلی.

د پاکستان شپږم پړاو سوپر لیګ د شپږ لوبډلو ترمنځ د راتلونکې فیبرورۍ میاشتې په ۲۰مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر ۲۲مې نېټې پوري به دوام وکړي.

اسلام اباد یونایټیډ، ملتان سلطانز، لاهور قلندرز، پېښور زلمي، کویټه ګلډیټرز او کراچۍ کینګز هغه شپږ لوبډلې دي، چې په دې لیګ کې به ولوبیږي.

سږ کال د دې لیګ ټولي لوبې د پاکستان په کوربتوب دوو ښارونو لاهور او کراچي کې ترسره کیږي.

د نورو کلونو خلاف داځلې پاکستان دې لیګ ته د پوره چمتوالي ترڅنګ زیات خوشبینه دی، هغه ځکه سږ کال یې لوبې خپل هیواد کې دي او د نورو کلونو په پرتله پکې نامتو او تکړه لوبغاړي اخیستل شوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ