سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شاهد افریدی: ما نوین الحق ته نصیحت وکړ، چې لوبه وکړه

د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني پښتون الراونډر، شاهد افریدي په خپله ټوېټر پاڼه د یکشنبې ماخستن د لوبې پرمهال د جنجال په اړه څرګندونې کړي.

د نوین الحق او محمد عامر له جنجال څخه خبریاست، چې د سریلانکا لیګ په ۶ مه لوبه کې د دواړو ترمنځ لفظي برخورد رامنځته شو، چې دې کې بیا شاهد افریدي هم برخه واخیسته.

د شاهد افریدي نصیحت څه و؟

نوموړي نږدې اتلس ساعته وړاندې په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ده نوین الحق ته وویل، چې لوبه وکړي او جګړه ونه کړي او د مشر لوبغاړي په صفت مې هغه ته دا توصیه وکړه.

هغه لیکلي، چې دوی د افغانستان کرکټ لوبډله کې ښه ملګري لري، د دواړو هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ ښه ملګرتیا ده او دا ملګرتیا هغه څه دي، چې لوبه کې خوند او مزه پېدا کوي.

خو په ځواب کې یې نوین الحق لیکلي، چې دی تل د مشرانو نصیت ته غوږ نیسي او احترام ورته کوي؛ خو ځېنې خلک چې داسې څرګندونې کوي، چې ستا عزت او خلکو ته سپکاوی کوي، باید ځواب ورکړل شي.

sami u.JPG

د نوین الحق دې اړوند لوبډلې کېنډي ټسکرز لوبې

کېنډي ټسکرز کرکټ لوبډلې د نوین الحق او رحمان الله ګربز په شتون کې څلور لوبې کړي، چې درې یې بایللي او یواځې یوه لوبه یې له شاهد افریدي دې، څخه په ۲۵ منډو ګټلې ده.

په همدې لوبه کې د نوین الحق او محمد عامر لانجه هم راغلې وه.

د ټسکرز لوبډله دوه نومرې لري او د نومرو په جدول کې څلورم نمبر ده.

د شاهد افریدي اړوند لوبډله چې حضرت الله ځاځی هم ورسره لوبېږي، د نومرو په جدول کې پنځم او وروستي ځای کې ده، دې لوبډلې درې واړه لوبې بایللي دي.

د نومرو په جدول کې جفنا سټالیئنز کرکټ لوبډله لومړۍ ده، درې واړه لوبې یې ګټلي دي، دې لوبډله کې افغان لوبغاړی نشته.

کولمبو کېنګز لوبډلې سره کریم خان صادق او قیس احمد لوبېږي، دا لوبډله دویم ځای لري او څلور نومرې لري.

درېیمه لوبډله د افتاب عالم او سمیع الله شینواري اړوند ډمبولا وایکېنګز ده، دې لوبډلې درې لوبو کې دوه ګټلي دي.

نوین الحق تر دې دمه په دغه لیګ کې شپږ وېکټې اخیستي دي.

tske.JPG

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ