شاهد افریدي مخکې ویلي ول، چې دی په ۱۹۸۰ کال کې زېږېدلی دی او اوس یې عمر ۳۹ کاله دی، په کرېک انفو وېب پاڼه کې هم د ده عمر ۳۹ کاله لیکل شوی دی او د زوکړې کال یې ۱۹۸۰ زېږدیز کال ښودل شوی دی.
د ۲۰۰۰ م کال څخه راوروسته کلونو کې افریدی د لوبډلې مشر لوبغاړی بلل کېده.
افریدي په ۱۹۹۶ م کال کې د کینیا خلاف د یو ورځنیو لوبو پیل وکړ او په یو ورځنیو لوبو کې یې په ۳۷ توپونو سلیزه وهل ریکارډي توپ وهنه ده.
دا مهال چې افریدي پکې ریکارډ جوړ کړی و، د ۱۷ کلونو جعلي عمر لرونکی و.
د کرېک بز وېب پاڼې لیکلي، هغه مهال د ده دا ریکارډ د ۱۷ کلنۍ په عمر ثبت شوی و، وېب پاڼه لیکي اوس مونږ پوه شو، چې د هغه عمر ۱۷ کاله نه، بلکې ۲۲ کاله و.
خو افریدي بیا د خپلو ریکارډونو په کتاب کې لیکلي، ما چې کوم ریکارډ جوړ کړی و؛ زه هغه مهال ۱۷ کلن نه وم، بلکې ۱۹ کلن وم.
افریدي لیکلي، زه په ۱۹۷۵ زېږدیز کال کې زېږیدلی یم؛ نه ۱۹۸۰ کال کې.
دلته بیا هم شاهد افریدي درواغ ویلي، کرېک بز وایي که هغه په ۱۹۷۵ م کال کې زېږېدلی وي، نو بیا د ریکارډ پر مهال افریدی ۲۱ کلن یا ۲۲ کلن حسابېدای شي.
دروغجن او عمر ۱۹ کاله کرکټ
شاهد افریدي په ۱۹۹۶ م کال کې کرکټ پیل کړ او په ۲۰۱۵ م کال کې یې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو استعفا وړاندې کړه.
نوموړي کابو ۱۹ کاله کرکټ وکړ او دا یې په درواغجن عمر ترسره کړ، هغه په خپل عمر کې پنځه کاله کم لیکلي وو.
شاهد افریدي په خپله اوټو بیوګرافي یا د خپل ځان پېژندنه کې یې اوس اصلي عمر یاد کړی دی او د کرکټ د نړۍ یو تود خبر بلل کېږي.
کرېک بز وېب پاڼې اوس افریدي پسې راخېستې ده، وېب پاڼه وایي، شاهد افریدی چې اوس د ملتان سلطان لوبډلې لپاره د پاکستان سوپرلیګ سوداګریزو سیالیو کې ولوبېد، ۴۳ یا ۴۴ کلن دی؛ خو هغه خپل عمر ۳۹ کاله لیکلی و.
دا چې د کرکټ نړیواله به په دې اړه څه غبرګون وښيي او کنه، خبر ته یې سترګې په لار پاتې کېږو.