اپریل 13, 2021

د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لوبډلې اعلان شوې

Advertisements

افغان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره لومړنۍ احتیاطي لوبډلې اعلان کړې.
د غوراوي یا سلېکشن کمېټې مشر دولت احمدزي دغه نوملړونه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړل، چې پکې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي شامل دي. احمدزي وویل، لوبډلې په بشپړ خپلواک ډول ټاکل کېږي او موږ هرڅه د لوبډلې د پياوړتیا او د افغانستان نوم د ځلېدو په موخه کوو او په وینا یې، د ایمرجنګ اسیا کپ سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې کېږي.
نوموړي د نړیوال جام لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ د لوبډلې په نوملړ کې د (( د توپ وهونکو لپاره د حضرت الله ځاځي، جاوید احمدي، نورعلي ځدراڼ، عثمان غني، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، سمیع الله شینواري او اصغر افغان؛ د ویکټ ساتونکو لپاره د شهزاد محمدي، منیر احمد او افسر ځاځي)) نومونه یاد کړل.
دغه راز احمدزي د الراونډرانو په نومونو کې د ((محمد نبي، ګلبدین نایب، میرویس اشرف او راشد ارمان؛ په چټکو توپ اچوونکو کې د افتاب عالم، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، سعید شېرزاد، فرید ملک او یمین احمدزي او همدارنګه د سپېنر توپ اچوونکو نوملړ کې د مجیب ځدراڼ، شرف الدین اشرف او حمزه هوتک)) نومونو یادونه وکړه.
د نوموړي په وینا، شاپور ځدراڼ ځينې ډسپلیني ستونزې لري چې د ډسپلین کمېټې له پرېکړې وروسته به د څلورو ورځو په وخت کې د نوموړي په اړه پرېکړه وشي.

سربېره پر دې د ایمرجنګ لومړنۍ لوبډلې په نوملړ کې احمدزي د ((ابراهیم ځدراڼ، احسان الله،
بهیر محبوب، شاهد کمال، درویش رسولي، شفیق الله شفق، نجیب ځدراڼ او ناصر جمال نومونه
د توپ وهونکو؛ د رحمان الله ګربز او اکرام علي خېل نومونه د ویکټ ساتونکو او د شمس الرحمن، عظمت الله، مسلم موسی او کریم جنت)) نومونه ذکر کړل.
همدارنګه دولت احمدزي د (( ګړنديو توپ اچوونکو په نوملړ کې د ضیا شریفي، فضل الحق،
یوسف ځاځي، وفادار مومند او نوین الحق مرید؛ او د سپېنر توپ اچوونکو په نوملړ کې د وقار سلیمانخېل، ضیا اکبر، قیس احمد او ظاهرخان)) نومونه یاد کړل.
باید وویل شي چې ملي لوبډله به د تمریناتي کمپ په لړۍ کې چې د هندوستان هېواد په چینای ښار کې ترسره کېږي، له اتو نیولې تر لسو تمریناتي لوبې وکړي او د یوې میاشتې لپاره به دغه لړۍ جاري وساتي او همدارنګه به ایمرجنګ لوبډله به هم د ایمرجنګ اسیا کپ سیاليو لپاره په یاد ښار کې د دریو اونیو لپاره پاتې شي او له هغه وروسته به ایمرجنګ اسیا جام سیالیو کې ګډون وکړي.

وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ