سپورټ کرکټ وزش او تمرین

افغان لوبغاړي د سیلاب ځپلو سره مرستې کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې څلور تنو مخکښو لوبغاړو د وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو اعلان کړی.

محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب‌الله ځدران او هشمت الله شهیدي هغه افغان لوبغاړي دي، چې پر ټولنیزو رسنیو یې له سیلاب ځپلو سره غمشریکي کړې او وروسره ئې د مرستو کولو اعلان کړی.

محمدنبي عسی خېل پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې د سیلاب ځپلو کورنیو سره په ځان غم شریک بللی او زیاته کړې یې ده، چي هیواد ته له راستنېدو سره سم به د توان به اندازه زیانمن سوو کورنیو سره مرسته وکړې.

مخکښ سلو توپ اچونکي راشدخان ارمان ویلې، چې د سیلاب ځپلو سره به د خوراکي توکو او طبي خدماتو مرسته وکړي، هغه د دې ترڅنګ پر ټولو هیوادوالو ږغ کړی، چې د زیانمن سوو کورنیو لاسنیوی وکړي.

د ملې لوبډلې بل لوبغاړي نجیب الله ځدران د سیلاب ځپلو لاسنیوی خپله وجیبه ګڼلې او ویلې یې دي، چې هیواد ته له راستنېدو سره سم به ورسره لازمي مرستې وکړې.

بل ملي لوبغاړي هشمت الله شهیدي بیا ویلې، چې سیلاب ځپلي تر بل هر وخت موږ ته اړتیا لري او موږ به د دوی لاسنیوی وکړو.

دا لومړی ځل نه دی، چې د کرکټ افغان لوبغاړي د سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو اعلان کوي؛ بلکې تر دې مخکې هم ګڼو افغان لوبغاړو په بیلابیلو برخو کې د اړمنو افغانانو سره مرستې کړې.

هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د ټولو قربانیانو شمېر ۱۵۵ ته ورسېد. پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې ۱۳ ولایتونو کې د قربانیانو ترڅنګ د ټولو ټپیانو شمېر هم ۲۵۵ تنه دی.

دا سیلابونه د سې شبنې له ماښانه راپدېخوا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې راوتلي دي.

د یادې ادارې چارواکو ویلي چې ښایي د تلفاتو شمېر تر دې هم لوړ شي.

د وروستیو سیلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ